ads

عراق كې د يوه خبريال په گډون شپږ تنه وژل شوي

په عراق كې تېره ورځ د تاوتريخوالي په بېلا بېلو پېښو كې د يوه ټلويزيوني چينل د خبريال په ګډون شپږ تنه وژل شوي دي. “اعلا اډوار” چې عيسوى ژورنالېست و، او د يوه سيمه ييز چينل لپاره يې کار کاوه، په موصل ښار کې په ډزو وژل شوى دى. په عراق كې تېره ورځ […]

نویسنده: TKG
4 لیندۍ 1392
عراق كې د يوه خبريال په گډون شپږ تنه وژل شوي

په عراق كې تېره ورځ د تاوتريخوالي په بېلا بېلو پېښو كې د يوه ټلويزيوني چينل د خبريال په ګډون شپږ تنه وژل شوي دي. “اعلا اډوار” چې عيسوى ژورنالېست و، او د يوه سيمه ييز چينل لپاره يې کار کاوه، په موصل ښار کې په ډزو وژل شوى دى.

په عراق كې تېره ورځ د تاوتريخوالي په بېلا بېلو پېښو كې د يوه ټلويزيوني چينل د خبريال په ګډون شپږ تنه وژل شوي دي.

“اعلا اډوار” چې عيسوى ژورنالېست و، او د يوه سيمه ييز چينل لپاره يې کار کاوه، په موصل ښار کې په ډزو وژل شوى دى.

په موصل کې په دوو جلا پېښو کې يو سرتېرى، چې په رخصتۍ کې وو او يو بل ملکي کس هم وژل شوي دي.

همدارنګه په لويديځ نينوا ولايت کې د پوځ يو تورن وروسته له هغه ووژل شو، چې د ګزمې پر موټر يې د سړک غاړې ماين وچاودېد.

بلخوا د بغداد په جنوب کې وسله والو د يوه رسټورانټ خاوند په ډزو وواژه او د بغداد په شمال کې د پوځ پر يوه پوسته د وسله والو په بريد کې يو سرتېرى ووژل شو.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، تېره مياشت په عراق کې د تاوتريخوالي په پېښو کې نژدې زر کسان وژل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA