د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري د مشورتي لويې جرګې د پرېکړې د هرکلي ترڅنګ يو ځل بيا د دغه تړون پر ژر لاسليکولو ټينګار كړى دى. مشورتي لويې جرګې د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي تړون متن له يو لړ وړانديزونه سره تاييد کړ او غوښتنه يې وكړه، چې دغه تړون دې د روان
د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري د مشورتي لويې جرګې د پرېکړې د هرکلي ترڅنګ يو ځل بيا د دغه تړون پر ژر لاسليکولو ټينګار كړى دى.
مشورتي لويې جرګې د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي تړون متن له يو لړ وړانديزونه سره تاييد کړ او غوښتنه يې وكړه، چې دغه تړون دې د روان ميلادي كال ترپايه لاسليك شي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير ويلي، دا د دې څرګندونه کوي، چې افغانان له امريکا سره اوږودمهاله همکاريو ته ژمن دي.
همدارنګه په کابل کې د امريکا سفارت مطبوعاتي دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې سفير جېمز کننګهم د مشورتي لويې جرګې پر پرېکړې خوښي څرګنده كړې او هرکلی يې کړی دى.
خو جمهور رئيس حامد کرزي پرون يو ځلې بيا ټينګار وکړ، چې له امريکا سره به په دې شرط امنيتي تړون لاسليک کېږي، چې په افغانستان کې سوله تضمين او انتخابات په شفافه توګه ترسره شي.
بلخوا وسله والو طالبانو له امريکا سره د امنيتي سند په اړه د مشورتي لويې جرګې پرېکړه غندلي او دا جرګه يې فرمايشي بللې ده.
دوى ادعا كړې، چې د جرګې ګډونوالو او حکومت دغه کار د ملي ګټو په هدف نه، بلكې د خپلو شخصي ګټو لپاره ترسره کړى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


