ads

د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی په زیاتېدو دی

ملګرو ملتونو د نومبر ۲۵مه نېټه د ښځو په وړاندې د زور زیاتي یا تاوتریخوالي د پای ته رسولو نړیواله ورځ نومولې ده. ملګري ملتونه وايي، د نړۍ له هرو دريو ښځو یوه یې په خپل ژوند کې لږ تر لږه یو ځل له وهلو ټکولو، تېري، یا د زور زیاتي له نورو بڼو سره […]

نویسنده: TKG
3 لیندۍ 1392

ملګرو ملتونو د نومبر ۲۵مه نېټه د ښځو په وړاندې د زور زیاتي یا تاوتریخوالي د پای ته رسولو نړیواله ورځ نومولې ده. ملګري ملتونه وايي، د نړۍ له هرو دريو ښځو یوه یې په خپل ژوند کې لږ تر لږه یو ځل له وهلو ټکولو، تېري، یا د زور زیاتي له نورو بڼو سره مخ کېږي.

ملګرو ملتونو د نومبر ۲۵مه نېټه د ښځو په وړاندې د زور زیاتي یا تاوتریخوالي د پای ته رسولو نړیواله ورځ نومولې ده.

ملګري ملتونه وايي، د نړۍ له هرو دريو ښځو یوه یې په خپل ژوند کې لږ تر لږه یو ځل له وهلو ټکولو، تېري، یا د زور زیاتي له نورو بڼو سره مخ کېږي.

د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی یوازې د هغوی وهل ټکول نه، بلکې ډېرې بېلابېلې بڼې لري لکه په اړیکو او راشه درشه کې زور زیاتی، رواني یا عاطفي زور زیاتی، اقتصادي زور زیاتی، جنسي زور زیاتی او نور.

په خواشینوونکې توګه د تاوتریخوالي تر ټولو ډېر عام ډول چې ډېری وخت پټ پاتې کېږي، په کور کې دننه پېښېږي.

په تېرو یوولسو کلونو کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره په افغانستان کې ډېره پانګونه وشوه، خو اوس داسې ښکاري چې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی مخ په زیاتېدو دی.

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړو په مخې كې لوى خنډ د قانون نه پلي کېدل دي چې له بده مرغه د تاوتریخوالي ترسره کوونکو ته جزا نه ورکول کېږي او قانون نه پرې تطبیقېږي.

په وروستیو کلونو کې د افغان مېرمنو په وړاندې د رامنځته شويو پېښو په اړه اندېښنه ډېره شوې او د ښځو او نجونو په وړاندې تاوتریخوالی اوس هم په لوړه کچه موجود دی، دا تاوتریخوالی یوازې د هغو ښځو په وړاندې نه دی چې له کوره دباندې دنده نه لري، بلکې دا تاوتریخوالی د ښځینه ژورنالیستانو، حکومتي چارواکو او روڼ اندو ښځو په وړاندې هم د پلان شویو وژنو په چوکاټ کې رامنځ ته کېږي، له همدې کبله باید د ښځو اقتصادي پياوړتیا ته پاملرنه وشي، ترڅو دوى له اقتصادي او سیاسي لیدلوري پیاوړې شي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، د روان لمریز کال له پیله تراوسه یې له ښځو سره د زور زیاتي څه باندې درې زره قضیې ثبت کړې دي.

د دې کمېسیون مسوولین وایي، په دې کې عمده پېښې روحي او جسمي فشارونه دي چې ښځې ورسره د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې مخ شوې دي.

د ياد كمېسيون د ښځو د چارو کمېشنرې قدریه یزدان پرست ازادۍ راډیو ته ويلي، د ښځو په وړاندې د زور زیاتي كچه له دې هم لوړه ده، خو له مسئلې څخه د ښځو د ناپوهۍ له کبله ډېرې داسې پېښې پټې پاتې شوې دي.

د هغې په وینا، له بده مرغه په ډېرو سیمو کې ښځې د ورپېښ تاوتریخوالي په خاطر د بشري حقونو کمېسيونونو ته نه شي ورتلی،  حال دا چې په ختيځو او جنوبي سیمو کې دا تاوتریخوالی زیات دی.

په تېرو یوولسو کلونو کې د ښځو د حقونو نړیوالو پلویانو او فعالینو هڅې وکړې، څو ښځې خپل حقونه تر لاسه او پر دوی د تاوتریخوالي کچه ټیټه کړي، خو په څېړنیزو بنسټونو او د افغانستان د بشري حقونو په دفتر کې د ثبت شویو معلوماتو له مخې، پر ښځو د تاوتریخوالي کچه لوړه او پر دوی د تاوتریخوالي ډول سخت شوی دی.

له دې سره سره چې ښځو په تېرو یوولسو کلونو کې د ژوندانه، ټولنې، سیاست او اقتصاد په بېلا بېلو برخو کې فعاله ونډه درلوده، د دولت په جوړښت کې د سیاسي ونډې له مخې، افغان مېرمنو په لوړه کچه شتون درلود، خو په مقابل كې یې بیا په وړاندې تاوتریخوالي هم شتون درلود.

همدارنګه د ناامنۍ د ډېرښت او د طالبانو لخوا د ګواښونو له کبله په ځینو سیمو کې د ښځو فعالیت لږ شوی او د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د ښځو د حقونو مدافع بنسټونه يوازې د ولایتونو په مرکزونو کې فعالیت لري، ولې بر عکس یې په ولسوالیو او لرې پرتو سیمو کې د ښځو د فعالیت کچه د پام وړ ټیټه شوې ده.

عدالت ته د لاسرسي په برخه کې، ښځې ښه حالت نه لري. د رسمې محکمې په نشتون سره د ښځو د اړوندو دوسیو په اړه، د سیمه ییزو مشرانو او په ځینو سیمو کې د وسله والو طالبانو په شتون سره، په غیر رسمي محکمو کې پرېکړه کېږي چې په ډېریو دې ډول محکمو کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کېږي.

په 2014 ميلادي کال کې له هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان او د طالبانو د فعالیت د ډېرښت له ګواښ سره د ښځو د حقونو فعالین اندېښنه لري چې په راتلونکې کې به د مېرمنو وضعیت له دې هم خراب شي او په وينا يې، افغان دولت او نړیواله ټولنه بايد په رسمي او جدي توګه ژمنه وکړي چې د تاوتریخوالي د مخنیوي او د حقونو د پلي کېدو په برخه کې له افغان مېرمنو ملاتړ کوي.

د ښځو په وړاندې زور زیاتی په داسې حال کې زور اخلي چې ولسي جرګې تر اوسه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون نه دی تصویب کړی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA