ads

كيري: كه امنيتي سند لاسليك نه شي، نو ټول امريكايي سرتيري به ووځي

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري جمهور رييس حامد کرزي ته ويلي، چې د امنيتي سند لاسليک ځنډول دوى ته د منلو وړ نه دي. نوموړي ګواښ وكړ، چې كه په راتلونکو څو اونيو کې دا سند لاسليک نه شي، نو ټول امريکايي سرتېري به له افغاستان څخه ووځي. د امريکا د بهرنيو چارو […]

نویسنده: TKG
2 لیندۍ 1392
كيري: كه امنيتي سند لاسليك نه شي، نو ټول امريكايي سرتيري به ووځي

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري جمهور رييس حامد کرزي ته ويلي، چې د امنيتي سند لاسليک ځنډول دوى ته د منلو وړ نه دي. نوموړي ګواښ وكړ، چې كه په راتلونکو څو اونيو کې دا سند لاسليک نه شي، نو ټول امريکايي سرتېري به له افغاستان څخه ووځي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري جمهور رييس حامد کرزي ته ويلي، چې د امنيتي سند لاسليک ځنډول دوى ته د منلو وړ نه دي.

نوموړي ګواښ وكړ، چې كه په راتلونکو څو اونيو کې دا سند لاسليک نه شي، نو ټول امريکايي سرتېري به له افغاستان څخه ووځي.

وروسته له هغه چې ولسمشر کرزي د لړم په ٣٠مه د مشورتي لويې جرګې په لومړۍ ورځ په خپله پرانيستوونکې وينا کې اعلان وکړ، چې پر امنيتي سند به له ټاکنو وروسته لاسليک کېږي، د امريکا او افغانستان تر منځ ناندرۍ راپورته شوې دي.

ولسمشر زياته کړې وه، چې که امنيتي هوکړه ليک د مشورتي لويې جرګې له خوا تاييد او د ملي شورا له خوا تصويب هم شي، نو دى به يې تر هغو لاسليک نه کړي، څو ټاکنې “په عزت او ښه ډول” پاى ته ونه رسېږي او “د تېرو ټاکنو تېروتنې” تکرار نه شي.

پژواك په واشنګټن کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د يوې سرچينې له خولې ليكي، چې جان کيري تېره شپه ولسمشر کرزي ته يو ځل بيا ټيلېفون وکړ او د ياد سند د ژر لاسليکېدا غوښتنه يې وکړه.

جان کيري ولسمشر کرزي ته ويلي، چې يا دې سند د ٢٠١٣ کال تر پايه مخکې لاسليک کړي او يا دې دا ومني چې ټول امريکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند جين سپاکي له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل: ((جان کيري ولسمشر کرزي ته په ډاګه کړې، چې پر سند د لاسليک له ځنډ سره به امريکا او متحدين يې ونه شي کولى چې تر ٢٠١٤ وروسته د خپل حضور په اړه پلانونه تطبيق کړى شي.))

بلخوا د ولسمشر وياند ايمل فيضي وايي، له امريکا سره د امنيتي تړون د لاسليک لپاره د امنيت، سولې او د ښو ټاکنو د ترسره کېدو په برخه کې د امريکا همکاري مهمه ده.

هغه پژواک اژانس ته ويلي، کله چې سوله او امنيت په ښه فضا کې رامنځته شي، نو بيا ښې ټاکنې ترسره کېداى شي، چې دغه همکاري د سند د لاسليک لپاره زمينه برابروي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA