امنیتي چارواکي وایي د پاکستان په شمالي وزیرستان کې د کابل د تېرو ځانمرګو بريدونو طراح ووژل شو. د ملي امنيت عمومي رياست يوې سرچينې پژواک ته وويل، چې دغه کس مولوي احمدجان نومېږي او نن سهار د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې
امنیتي چارواکي وایي د پاکستان په شمالي وزیرستان کې د کابل د تېرو ځانمرګو بريدونو طراح ووژل شو.
د ملي امنيت عمومي رياست يوې سرچينې پژواک ته وويل، چې دغه کس مولوي احمدجان نومېږي او نن سهار د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
د ملي امنيت د سرچينې په وينا، مولوي احمد جان پر انټرکانټنينټال، د امريکا پر استخباراتي مرکز (سي اى اې)، د ترافيکو پر عمومي رياست او د تېرو نورو ځانمرګو بريدونو مسووليت پر غاړه اخيستى و.
امنيتي سرچينې وايي، چې په دغه بريد کې اته نور کسان هم وژل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

