د روسيې په کاذان ښار کې يوه الوتکه پر هوايي ډګر د کوزېدو پر مهال نسکوره شوه او ۵۰ تنه په كې ووژل شول. امريکا کې جوړه شوې دا بويينګ ۷۳۷ ډوله الوتکه له مسکو نه کاذان هوايي ډګر ته له رسېدو وروسته ځغاست ليکې سره ټکر شوه.
د روسيې په کاذان ښار کې يوه الوتکه پر هوايي ډګر د کوزېدو پر مهال نسکوره شوه او ۵۰ تنه په كې ووژل شول.
امريکا کې جوړه شوې دا بويينګ ۷۳۷ ډوله الوتکه له مسکو نه کاذان هوايي ډګر ته له رسېدو وروسته ځغاست ليکې سره ټکر شوه.
په روسيه کې د بېړنيو حالاتو وزارت چارواکو ويلي، الوتکه کې شپږ تنه د الوتکې پيلوټان او کارکوونکي او ۴۴ سپرلۍ موجودې وې.
چارواکي وايي، الوتکه د تاتارستان هوايي شرکت اړوند وه او له ځايي وخت سره سم ماښام شپږ بجې تباه شوه.
د روسيې جمهوررئيس ولاديمير پوتين د پېښې په اړه خواشينې څرګنده کړې.
چارواكي وايي، د پېښې علت تراوسه نه دى معلوم، خو د څېړنې لپاره يې يو پلاوى ټاكل شوى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


