ads

دمشق کې چاودنې ۳۱ سرتيري وژلي

د سوريې پايتخت دمشق ته نژدې په يوه درنه چاودنه کې، چې د پوځ يوه ودانۍ يې په نښه کړه، د څلورو لوړ پوړو افسرانو په ګډون ۳۱ سرتيري وژل شوي دي. د سوريې پايتخت دمشق ته نژدې په يوه درنه چاودنه کې، چې د پوځ يوه ودانۍ يې په نښه کړه، د څلورو لوړ […]

نویسنده: TKG
27 لړم 1392
دمشق کې چاودنې ۳۱ سرتيري وژلي

د سوريې پايتخت دمشق ته نژدې په يوه درنه چاودنه کې، چې د پوځ يوه ودانۍ يې په نښه کړه، د څلورو لوړ پوړو افسرانو په ګډون ۳۱ سرتيري وژل شوي دي.

د سوريې پايتخت دمشق ته نژدې په يوه درنه چاودنه کې، چې د پوځ يوه ودانۍ يې په نښه کړه، د څلورو لوړ پوړو افسرانو په ګډون ۳۱ سرتېري وژل شوي دي.

د رپوټونو له مخې، پرونۍ چاودنې د دمشق په شمال ختيځ کې په حرسته نومې سيمه کې د دولتي ځواکونو ټرانسپورټي اډه ړنګه کړه.

د سوريې د بشري حقونو د څار سازمان، چې مرکز يې په بريتانيا کې دى، وايي، چې په وژل شويو کې د پوځ درې جنرالان او يو تورن شامل دي.

د سوريې د بشري حقونو د څار د سازمان رئيس “رامي عبدالرحمن” وايي،  ګومان کېږي، چې دا بم به په ودانۍ کې دننه ياهم تر ودانۍ لاندې تونل کې ايښودل شوى وي.

د سوريې حکومت تراوسه د دې بريد په اړه څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA