ads

تاجکستان: اروپايي اتحاديه دې د افغانستان شاوخوا يو امنيتي کمربند جوړ کړي

تاجکستان له افغانستانه د مخدره موادو د مخنيوي د هڅو په ترڅ کې له اروپايي هېوادونو يوه نوې غوښتنه کړې. دا هېواد چې له افغانستان سره اوږده پوله لري، د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې لپاره يې له دې مخکې له نورو هېوادونو په تيره له روسيې څخه د تاجکستان له افغانستانه د مخدره […]

نویسنده: TKG
22 لړم 1392
تاجکستان: اروپايي اتحاديه دې د افغانستان شاوخوا يو امنيتي کمربند جوړ کړي

تاجکستان له افغانستانه د مخدره موادو د مخنيوي د هڅو په ترڅ کې له اروپايي هېوادونو يوه نوې غوښتنه کړې. دا هېواد چې له افغانستان سره اوږده پوله لري، د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې لپاره يې له دې مخکې له نورو هېوادونو په تيره له روسيې څخه د

تاجکستان له افغانستانه د مخدره موادو د مخنيوي د هڅو په ترڅ کې له اروپايي هېوادونو يوه نوې غوښتنه کړې.

دا هېواد چې له افغانستان سره اوږده پوله لري، د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې لپاره يې له دې مخکې له نورو هېوادونو په تيره له روسيې څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.

تاجکستان له اروپايي اتحاديي وغوښتل چې؛ د افغانستان شاوخوا دې د مخدره موادو د قاچاق د مخنيوي لپاره يو امنيتي کمربند جوړ کړي.

د تاجکستان د مخدره موادو ضد اداره وايي چې؛ د دې ادارې مشر رستم نظروف دغه خبره پرون د ناټو د سياسي او ګډ شراکت کميټې ته وکړه.

د انترفاکس خبري اژانس د راپور له مخې تاجکستان په افغانستان کې د مخدره موادو د قاچاق پر منفي اغيزو پوره پوه دى.

د راپور له مخې نظروف ټينګار کړى چې؛ د مخدره موادو قاچاق د نړۍ له عمده فشار راوړونکو او عاجلو مسايلو څخه ده.

افغانستان له تاجکستان سره ۱۳۴۴ کېلومتره اوږده پوله لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA