ads

چاردره کې دولسم پاسان کورسونه وايي

د کندوز ولايت د پوهنې ریاست، په چاردره کې د دولسم ټولګيو زده کوونکو ته د کانکور ازموینې د چمتووالي په هدف لنډ مهاله کورسونه جوړ كړې دي. د یاد ولایت د پوهنې ریاست وايي، دوی هیله من دي چې د یادې ولسوالۍ د دولسم ټولګیو زده کوونکي به د ژمنې کورسونو پر مټ وتوانیږي […]

نویسنده: TKG
21 لړم 1392
چاردره کې دولسم پاسان کورسونه وايي

د کندوز ولايت د پوهنې ریاست، په چاردره کې د دولسم ټولګيو زده کوونکو ته د کانکور ازموینې د چمتووالي په هدف لنډ مهاله کورسونه جوړ كړې دي. د یاد ولایت د پوهنې ریاست وايي، دوی هیله من دي چې د یادې ولسوالۍ د دولسم ټولګیو زده کوونکي به د ژمنې کورسونو پر مټ وتوانیږي چې

د کندوز ولايت د پوهنې ریاست، په چاردره کې د دولسم ټولګيو زده کوونکو ته د کانکور ازموینې د چمتووالي په هدف لنډ مهاله کورسونه جوړ كړې دي.

د یاد ولایت د پوهنې ریاست وايي، دوی هیله من دي چې د یادې ولسوالۍ د دولسم ټولګیو زده کوونکي به د ژمنې کورسونو پر مټ وتوانیږي چې راتلونکې کانکور ازموینه کې پوهنتونو ته لار پیدا کړي.

د کندوز ولایت د پوهنې ریاست د عامه اړیکو مسوول عبدالبصیر وزیري وايي، دغه درې  میاشتنې کورسونه کولاى شي، د دولسم ټولګیو فارغان (هلکان او نجونې) کانکور ازموینې ته چمتو کړي.

په ورته وخت کې د چاردرې ولسوالۍ د غروقشلاق عالې لیسې د دولسم ټولګې یو زده کوونکی پاینده وايي، په لیسه کې يې د مسلکې ښوونکو د کمښت له كبله نه دی توانیدلى چې خپلې ستونزې په وخت  اوارې کړي: (( چاردره یوه ولسوالي ده. ډېری ښوونکې يې غیرمسلکي دي، هغه شمېر ښوونکي چې د معارف ریاست لخوا چاردرې ته په دنده ګمارل کېږي، د امنیتې ستونزو له كبله دلته دندې ته زړه نه ښه کوي یا دنده پریږدي او یا هم بل ځای ته هڅه کوي چې ځان تبدیل کړي.))

خو د پاينده په وينا، اوس په دغه ولسوالۍ كې امنیت ښه شوی دی: (( موږ كولى شو چې  ژمني کورسونه تعقيب كړو، ځکه د کورس ټول ښوونکي مسلکي دي، دوی له زده کوونکو سره زیار باسي.))

د همدغې لیسې یوې زده کوونکې نصیرې كليد ته وويل چې له دې د كورنيو ستونزو له كبله د تېركال ډېر درسونه پاتې وو: (( ښوونځي کې مې د غیرحاضرۍ له كبله دومره څه نه وو زده کړي، خو اوس چې دا كورسونه جوړ شوي، ډېر څه به زده کړم.))

نصيره وايي چې اوس يې كانكور ته وار نه دى خطا: ((  دا كورسونه د کانکور په ازموینه کې ډېره مرسته راسره کولى شى، هيله لرم چې د طب پوهنځي ته بريالۍ شم.))

د یادی ولسوالۍ د جمعیت لیسې مدیر عیدګل حقار هم د ورته پروګروامونو هرکلى کوي: (( د دې كورسونو تر تعقيبولو وروسته ډېر زده کوونکي کولى شي چې پوهنتونونو ته لاره پیدا کړي.))

راز حقیار د ژمني کورسونو د ارزښت ترڅنګ د یاد پروګرام د غځونې غوښتنه هم وکړه او ویې ویل: (( درې میاشتې د زده کوونکو سويې ته په کتو کافې وخت نه دی، که چېرې وخت يې زیات شي، زده کوونکي کولى شي لا ښه درسونه ووايي او ډېر څه زده كړي.))

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA