هند، روسيې او چين تېره ورځ د افغانستان حالات د سيمې لپاره تر ټولو لويه اندېښنه وبلله او د تروريستي ضد عملياتو پر سختوالي يې ټينګار وكړ. دوى له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې په دغه جنګ ځپلي هېواد کې د خطرونو د زياتېدو مخه ونيسي.
هند، روسيې او چين تېره ورځ د افغانستان حالات د سيمې لپاره تر ټولو لويه اندېښنه وبلله او د تروريستي ضد عملياتو پر سختوالي يې ټينګار وكړ.
دوى له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې په دغه جنګ ځپلي هېواد کې د خطرونو د زياتېدو مخه ونيسي.
د روسيې، هند او چين د بهرنيو چارو وزيرانو په نوي ډيلي کې په خپل منځ کې د افغانستان د حالاتو په اړه د خپلو ارزونو د شريکولو په ترڅ كې له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو د وتلو په نتيجه کې د امنيتي لېږد حساس پړاو سره د مرستې په اړتيا ټينګار وكړ.
د هند د بهرنيو چارو وزير سلمان خورشيد له خپل روسي او چينايي سيالانو سره په يوه ګډه خبري غونډه كې وويل، دوى د تروريزم ضد چارو په اړه خورا رغنده خبرې وکړې او په وينا يې، په ګډه يې د نشه يي توكو ضد، چې د ترهګرۍ په څېر خطرناک دي او په حقيقت کې د تروريزم د تمويل سرچينه ده، اقدامات ضروري وبلل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


