ads

د ژمي راتګ او د بيو لوړوالى

هر کال د ژمي په رارسېدو سره د خوراکي او سون توکو د بیو لوړوالی د دې ښکارندويي کوي چې حکومت په دې برخه کې څرګنده پاليسي نه لري او اړوند چارواکي د ولس په وړاندې ځان مسوول نه ګڼي. هر کال د ژمي په رارسېدو سره د خوراکي او سون توکو د بیو لوړوالی […]

نویسنده: TKG
19 لړم 1392

هر کال د ژمي په رارسېدو سره د خوراکي او سون توکو د بیو لوړوالی د دې ښکارندويي کوي چې حکومت په دې برخه کې څرګنده پاليسي نه لري او اړوند چارواکي د ولس په وړاندې ځان مسوول نه ګڼي.

هر کال د ژمي په رارسېدو سره د خوراکي او سون توکو د بیو لوړوالی د دې ښکارندويي کوي چې حکومت په دې برخه کې څرګنده پاليسي نه لري او اړوند چارواکي د ولس په وړاندې ځان مسوول نه ګڼي.

په تېرو ۱۲ کلونو کې هر کال ولس دا شکایت کړی چې د ژمي په موسم کې بيې لوړېږي چې د موجودې بېوزلۍ له کبله دوی د پېرلو وس نه لري او د ژمي په یخ موسم کې له ګڼو روغتیايي او نورو ستونزو سره مخ کېږي. خو له لویه سره دا اصل باید په پام کې وي چې د بیو لوړوالی د ناورین کندې ته د ولس د ټېل وهلو معنا هم لري او هغه ځکه چې د بیو لوړوالی هغه ولس د بېوزلۍ له کرښې نور هم ښکته راولي چې ورځنی عاید یې په ورځ کې یو اعشاریه پنځه ویشت ډالره دی.

افغان حکومت چې د بازار له اقتصاده ملاتړ کوي، د بیو لوړوالی دغه اصل له شکونو او بې باوریو سره مخ کوي او د ولس دې نيوكې ته قوت وربښي چې د آزاد بازار او خصوصي سكټور سيسټم په يوه داسې هېواد كې چې وروسته له كلونو، كلونو جګړو او بد مرغيو يې سر راپورته كړى، هغه هم په نا متوازن انډول، نه يوازې د خلكو اقتصادي ستونزې زياتوي او له يوه ناورين سره يې مخامخ كوي، بلكې هغه خصوصي پانګه وال او محتكرين چې په بازار كې د دغو ستونزو سبب ګرځېدلي، نور هم ځواكمنوي.

دا چې اوس د افغانستان بازارونه د خصوصي پانګه والو په لاس كې دي او ډېرى خوراكي توكي له بهر څخه راوړل كېږي، له دې کبله دغو پانګه والو يوه ښه پلمه موندلې او وايي چې په نړيواله كچه د خوراكي توكو او سون موادو بيې لوړې شوې دي. سربېره پر دې دغه پانګه وال د خپلو توکو د بیو د لوړولو علت او ولس ته د قناعت وركولو په خاطر يو دوه حقیقي ستونزې هم په ګوته کوي چې يوه يې امنيتي او بله يې په لویو لارو او هوايي ډګرونو کې د امنیتي او ښاروالۍ موظفینو لخوا بډې اخيستنې دي. سوداګر امنيتي حالت او د ښارواليو كړه وړه د سوداګرۍ په وړاندې خنډ بولي او وايي چې په لويو لارو كې امنيتي كسان له سوداګرو پيسې اخلي او له بلې خوا دوى كوم توكي چې واردوي، دولت ورڅخه ډېر لوړ ټكس او ماليه اخلي چې دا هم د بيو په لوړېدو كې ونډه لري.

دا هغه ستونزې دي چې حکومت يې باید کال په کال وارزوي او پرېنږدي چې د توکو بیې صعودي بڼه خپله کړي، خو متاسفانه لکه څنګه چې لیدل کېږي په تېرو دولسو کلونو کې کال په کال بیې لوړې شوي، خو بېرته عادي حالت ته نه دي ګرځېدلي. که افغان حکومت سالمه اقتصادي پالیسي تعقیب کړې وای دا حالت به هېڅکله هم نه رامنځته کېده او افغانان به يې کال په کال له بېوزلو سره نه مخ كول.

که ځير شو په تېرو دولسو کلونو کې حکومت په لویه کچه ځينې پاتې راتلنې درلودې او هغه دا چې د ځينو مصلحتونو له مخې يې غیر مسلکي کسان په مسلكي ارګانونو کې ځای پر ځای کړل، که یو څوک مسلکي نه وي، هغه هېڅکله هم نه شي کولی چې بدلون رامنځته کړي او داسې پالیسۍ طرحه کړي چې د هېواد او ولس اوږد مهاله او لنډ مهاله هوساینه په کې نغښتې وي.

اوس چې د ژمي سر دی او د بیو د لا لوړېدو وېره موجوده ده، حکومت ته په کار ده چې د لنډمهالو اقتصادي پالیسو په بنسټ د بیو د لوړېدو مخه ونيسي او پرېنږدي چې د تېرو کلونو په څېر افغانان د بیو د لوړېدو له ستونزې وځورېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA