له تېرو څو کلونو راهيسې په جوماتونو کې چاودنو او ځانمرګو بریدونو ډېری خلک جوماتونو ته د لمانځه له ادا کولو راګرځولي دي. اكثره لمونځ كوونكي وايي پخوا به په جوماتونو کې د لمانځه په وختونو کې ګڼ خلک لیدل کېدل، خو اوس هغه ګڼه ګوڼه نه شته او حتی ځینې جوماتونه چې چاودنې او ځانمرګي بریدونه په کې شوي، دروازې يې تړلې پاتې دي.
له تېرو څو کلونو راهيسې په جوماتونو کې چاودنو او ځانمرګو بریدونو ډېری خلک جوماتونو ته د لمانځه له ادا کولو راګرځولي دي. اكثره لمونځ كوونكي وايي پخوا به په جوماتونو کې د لمانځه په وختونو کې ګڼ خلک لیدل کېدل، خو اوس هغه ګڼه ګوڼه نه شته او حتی ځینې جوماتونه چې چاودنې او ځانمرګي بریدونه په کې شوي، دروازې يې تړلې پاتې دي.
په دې اړه د لوګر ځايي اوسېدونكي وايي، د دغه ولايت په مركزي جامع جومات كې د لوى اختر د چاودنې له ورځې راهيسې نه يوازې دا چې اوس جومات بې امامه او بې اذانه پاتې دى، بلكې زيانمنې شوې برخې يې هم نه دي رغول شوي.
د پل علم يو دوكاندار ګلاب خان وايي، پخوا به د ماسپښين، مازيګر او ماښام لمانځه لپاره سلګونه خلك د ښار مركزي جومات كې راټولېدل، خو له چاودنې وروسته د دې جومات حال دومره د زړه خوږۍ وړ دى: (( پخوا به ورته د ولايت مامورين هم راتلل، خو اوس په دې جومات كې لمونځ نه كېږي، نه خلك ورته راځي او نه ترې د اذان غږ پورته كېږي، شايد خلك د وېرې له كبله نه راځي.))
ګلاب خان د حج او اوقافو له رياست او سيمه ييزو چارواکو غواړي چې له چاودنې وروسته د جومات زيانمنې شوې برخې ورغوي، د قران کريم ختم په كې وکړي، څو خلك بېرته جومات ته د لمونځ کولو لپاره ورشي.
په دغه جومات كې د چاودنې له كبله خپله د لوګر والي ووژل شو او ۱۵ نور لمونځ كوونكي په کې ټپيان شوي وو چې له پېښې وروسته اكثره ارګانونو، ولسي خلكو او مدني فعالانو دا يو غير انساني او وحشي عمل وباله.
د افغانستان د عالمانو شورا په دې اړه يوه مصوبه هم جمهور رئيس كرزي ته وړاندې كړې وه چې په كې دا ډول بريدونه د اسلام او انسانيت خلاف اعمال بلل شوي وو. خو داسې ښكاري چې په جګړه كې ښكېل وسله وال يا هم د بريدونو په وسيله د جوماتونو په نښه كوونكې ډلې له خپلو ورته كړنو څخه راګرځېدو ته كومه لار نه ويني، ځكه تر لوى اختر لا يوه مياشت نه وه اوښتې چې د پكتيكا د خيركوټ ولسوالۍ يو جومات د لړم په دوهمه نېټه درنې چاودنې ولړزاوه، په دغه ريموټ كنټرول چاودنه كې چې د ماښام لمانځه پر مهال وشوه، درې محلي پوليس مړه، يو بل ټپي شو او د جومات ودانۍ هم ورسره سخته زيانمنه شوه.
د لوى اختر په ورځ د لوګر د جومات او درې اوونۍ وروسته د پكتيكا د خيركوټ په جومات كې چاودنې لومړنۍ او اخرنۍ پېښې نه دي، بلكې ترې دې مخته په څو مياشتو کې په خوست، غزني، كندز، ننګرهار او نورو ولايتونو كې هم ورته بريدونه شوي چې ګڼه مرګ ژوبله يې اړولې، كه څه هم د دغو چاودنو په اړه وسله والو مخالفينو تر اوسه څه نه دي ويلي، خو ولسي وګړي دومره ډار شوي چې د ورته چاودنو د لړۍ د پراخېدو له وېرې اوس په ډاډه زړه جوماتونو ته هم نه شي تلى.
په كابل كې د حضرت عثمان غني جومات امام مولوي رحم الدين وايي، جوماتونه د خداى د كور حيثيت لري او هلته هر ډول معصيت په كبيره ګناه کې حسابېږي، خو كه دا ډول بريدونه په كې ترسره شي، نو دا به له ديني ځايونو سره د مسلمانانو د علاقې كمولو يوه بده هڅه وي، نوموړى وايي: (( په جوماتونو كې چې چاودنې پيل شوي ورځ تر بلې مسلمانان جوماتونو ته له ورتګ څخه ډارېږي، ځكه دوى هره شيبه له وېرې سره مخ وي چې خداى ناخواسته كومه بده او خطرناكه پېښه رامنځته نه شي.))
مولوي رحم الدين هغه كسان د اسلام دښمنان بولي چې په جوماتونو كې د ځانمرګو بريدونو او چاودنو هڅه كوي: (( دا خلك نه له اسلام څخه خبر دي او نه هم مسلمانان دي، ځكه اسلام د ورورۍ دين دى نه د تاوتريخوالي.))
يوه اوونۍ وړاندې د خوست يو شمېر قومي مشرانو او دیني عالمانو هم د غونډې په ترڅ کې په جوماتونو او نورو مقدسه اماکنو کې وسله وال بریدونه او بمي چاودنې په كلكه وغندلې، دوى له حکومت وغوښتل چې د دا ډول پېښو مرتکبین ونیسي او هغوی ته سخته سزا ورکړي.
دغې غونډې ته د خوست د علماو شورا رئیس مولوي شاه محمد محمدي وویل، له جوماتونو باید د امن او سولې مرکزونه جوړ شي او خلک پرېښودل شي چې په ارام فکر په کې د خپل رب عبادت وکړي.
قومي مشر هدايت الله مندوزى هم په دې سخت خپګان ښكاره كړ چې وېره اچوونكي د خلكو د وژنې لپاره جوماتونه وسيله كوي: ((هدفي وژنې چې په جوماتونو کې ترسره کیږي، دا په کلکه غندو، دا یو ناروا کار دی له حکومت مو دا غوښتنه ده چې د دې تر سره كوونكي پیدا کړي او کلکه سزا ورکړي، داسې يو مجرم ته كه کلکه سزا ورکړي، بل سړی والله که داسې عمل وکړي.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

