د بريتانيا پوځي محکمې پرون د دې هېواد د شاهي سمندري ځواکونو يو سرتېرى په افغانستان کې د يوه نامعلوم ټپي وسله وال د قتل په تور محاکمه کړ.
رويټرز خبري اژآنس وايي، پېښه په ۲۰۱۱ ميلادي کال په هلمند کې شوې ده.

په هلمند کې د ګزمې پر سرتېرو د وسله والو تر يو بريد وروسته،د سمندري ځواکونو دې سرتېري يو نامعلوم وسله وال، چې د اپاچي الوتكې په بريد كې ټپي شوى و، وژلى دى.
د تورن بله محاکمه د راتلونکې ډسمبر مياشتې په شپږمه ترسره کېږي.
محکمې دوو نورو بريتانوي سرتېرو ته، چې په همدې پېښه کې په لاس لرلو تورن شوي وو، برآت ورکړى دى.
د بريتانيا د شاهي سمندري ځواکونو دا سرتېرى، چې د (A) په نوم بلل کېږي، ښايي په ابدي حبس محکوم شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ