ads

د اټومي انرژۍ د څارنې د نړيوالې ادارې مشر تهران ته ځي

ټاكل شوې، چې د اټومي انرژۍ د څارنې د نړيوالې ادارې مشر “يوکيا امانو” د دوشنبې په ورځ د اټومي پروګرام د څارنې په اړه له ايراني چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته ولاړ شي. ټاكل شوې، چې د اټومي انرژۍ د څارنې د نړيوالې ادارې مشر “يوکيا امانو” د دوشنبې په ورځ د […]

نویسنده: TKG
18 لړم 1392
د اټومي انرژۍ د څارنې د نړيوالې ادارې مشر تهران ته ځي

ټاكل شوې، چې د اټومي انرژۍ د څارنې د نړيوالې ادارې مشر “يوکيا امانو” د دوشنبې په ورځ د اټومي پروګرام د څارنې په اړه له ايراني چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته ولاړ شي.

ټاكل شوې، چې د اټومي انرژۍ د څارنې د نړيوالې ادارې مشر “يوکيا امانو” د دوشنبې په ورځ د اټومي پروګرام د څارنې په اړه له ايراني چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته ولاړ شي.

يادې ادارې د دې سفر په اړه پر خپله انټرنټي پاڼه لنډ معلومات خپاره کړي دي.

ويل شوي، چې يوکيا امانو د خبرو او همکارۍ د پياوړي کولو په هدف ايران ته ځي.

د اټومي انرژۍ د څارنې د نړيوالې ادارې مشر مخکې ايران ته ور بلل شوى و، خو ده ويلي چې، په جنيوا کې د شپږو قدرتونو او تهران ترمنځ په خبرو کې پرمختګ وهڅاوه، چې ډېر ژر ايران ته ولاړ شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA