ads

افغان کډوالو د جمهوري رياست ټاكنو كې د رايې وركولو غوښتنه وكړه

په خيبر پښتونخوا ايالت کې مېشت افغان کډوالو د يوې غونډې په ترڅ كې د افغانستان د جمهوري رياست په راتلونكو ټاکنو کې د رايې ورکولو د حق غوښتنه وكړه. په خيبر پښتونخوا ايالت کې مېشت افغان کډوالو د يوې غونډې په ترڅ كې د افغانستان د جمهوري رياست په راتلونكو ټاکنو کې د رايې […]

نویسنده: TKG
18 لړم 1392

په خيبر پښتونخوا ايالت کې مېشت افغان کډوالو د يوې غونډې په ترڅ كې د افغانستان د جمهوري رياست په راتلونكو ټاکنو کې د رايې ورکولو د حق غوښتنه وكړه.

په خيبر پښتونخوا ايالت کې مېشت افغان کډوالو د يوې غونډې په ترڅ كې د افغانستان د جمهوري رياست په راتلونكو ټاکنو کې د رايې ورکولو د حق غوښتنه وكړه.

په دې ايالت كې د بېلابېلو افغان کمپونو مشرانو تېره ورځ د پېښور په حيات اباد کې د يوې غونډې په ترڅ کې له افغان دولت او د افغانستان د ټاکنو له خپلواک کمېسونه وغوښتل، چې دوى ته دې د جمهوري رياست په راتلونكو ټاکنو کې د رايې اچونې اسانتيا برابره کړي، څو دوى هم د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړي.

دغې غونډې ته، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د متحدې عالي شورا په نوښت جوړه شوې وه، د خيبر پښتونخوا ايالت له بېلابېلو افغان کمپونو او ښاري سيمو څخه ډېر شمېر افغان کډوال ورغلي وو.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د متحدې عالي شورا وياند امان الله نصرت وايي، که افغان دولت کډوالو ته د رايې ورکولو حق ورنه کړ، دوى به جدي غبرګون ښکاره کړي.

خو د ټاكنو خپلواك كمېسيون وايي، كه مرستندويه هېوادونه پنځوس ميليونه ډالر ورنكړي، په ايران او پاكستان كې به افغان كډوال په ټاكنو كې له گډون څخه پاتې شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA