د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې يوه لوړ پوړې چارواکې وايي، نړۍ تر ډېره د سوريې پر کډوالو تمرکز کړى، خو په ايران کې۸۴۰ زره افغان كډوال هم له پامه نه دي غورځول شوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې يوه لوړ پوړې چارواکې وايي، نړۍ تر ډېره د سوريې پر کډوالو تمرکز کړى، خو په ايران کې۸۴۰ زره افغان كډوال هم له پامه نه دي غورځول شوي.
د فرانس پرېس خبري اژانس د رپوټ له مخې، د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د عملياتو د چارو مرستيالې جانت ليم ويلي، چې په اوس وخت کې ټولې نړۍ د سوريې پر بحران تمرکز کړى، خو د دې په وينا، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري بايد وښيي، چې په ايران کې مېشت افغان کډوال يې نه دي هېر کړي.
ليم دا څرګندونې له تهران څخه د درې ورځنۍ کتنې په پاى کې وکړې.
د هغې په وينا، ايران په تېرو دېرشو کلونو کې په دې هېواد کې د يو زيات شمېر افغان کډوالو د اوسېدو په چاره کې زياته همکاري کړې ده، خو نوموړې خبردارى ورکړ، چې افغانان تر اوسه پورې په تېره بيا د روغتيايي خدمتونو او د کار د نشتوالي په برخو کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
هغه وايي، دوى هڅه کوي، چې له هغو كډوالو سره، چې د روغتيايي خدماتو په برخه کې ستونزې لري مرسته وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

