ads

هرات كې د ۴۵ كيلومتره سړك د پخولو چارې پيل شوې

د هرات ولايت د ګذرې او پښتون زرغون ولسواليو تر منځ د ٤٥ کيلومتره سړک د پخولو چارې پيل شوې. د دغه ولايت د فوايد عامې رئيس انجنير حبيب الله تيموري وايي، چې په دغه سړک ٩ ميليونه امريکايي ډالر لګښت راځي او د فوايد عامې وزارت له پراختيايي د هرات ولايت د ګذرې او […]

نویسنده: TKG
14 لړم 1392
هرات كې د ۴۵ كيلومتره سړك د پخولو چارې پيل شوې

د هرات ولايت د ګذرې او پښتون زرغون ولسواليو تر منځ د ٤٥ کيلومتره سړک د پخولو چارې پيل شوې. د دغه ولايت د فوايد عامې رئيس انجنير حبيب الله تيموري وايي، چې په دغه سړک ٩ ميليونه امريکايي ډالر لګښت راځي او د فوايد عامې وزارت له پراختيايي

د هرات ولايت د ګذرې او پښتون زرغون ولسواليو تر منځ د ٤٥ کيلومتره سړک د پخولو چارې پيل شوې.

د دغه ولايت د فوايد عامې رئيس انجنير حبيب الله تيموري وايي، چې په دغه سړک ٩ ميليونه امريکايي ډالر لګښت راځي او د فوايد عامې وزارت له پراختيايي بوديجې ورکول کېږي.

نوموړي پژواک ته ويلي، چې د سړک کار يې يوه افغاني ودانيز شرکت ته سپارلى، چې په يوه کال کې به يې چارې بشپړې شي.

چارواکي وايي، د سيمې خلکو د سړک د امنيت ساتنې ژمنه ورکړې او د دې ترڅنګ شاوخوا ٢٥٠ ځوانانو ته په کې د کار زمينه برابره شوې ده.

د فوايد عامې رييس وايي، په پښتون زرغون سربېره د هرات- غوريانو، هرات – شينډنډ او چشت شريف ولسواليو د لارو پخولو چارې هم عملاً روانې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA