ads

نواز شريف وايي، له پاكستاني طالبانو سره به خبرې روانې وساتي

د پاکستان لومړى وزير نواز شريف وايي، چې حکومت به يې له پاکستاني وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو لړۍ روانه وساتي. نوموړي د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د پاکستاني طالبانو د مشر حکيم الله مسعود تر وژل کېدو وروسته تېره شپه له خپلو سلاکارانو او د کابينې […]

نویسنده: TKG
14 لړم 1392
نواز شريف وايي، له پاكستاني طالبانو سره به خبرې روانې وساتي

د پاکستان لومړى وزير نواز شريف وايي، چې حکومت به يې له پاکستاني وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو لړۍ روانه وساتي. نوموړي د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د پاکستاني طالبانو د مشر حکيم الله مسعود تر وژل کېدو وروسته تېره شپه له خپلو سلاکارانو او د کابينې له

د پاکستان لومړى وزير نواز شريف وايي، چې حکومت به يې له پاکستاني وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو لړۍ روانه وساتي.

نوموړي د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د پاکستاني طالبانو د مشر حکيم الله مسعود تر وژل کېدو وروسته تېره شپه له خپلو سلاکارانو او د کابينې له غړو سره د يوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې وويل، چې وينه په وينې نه مينځل کېږي او په وينا يې، همدا علت دى، چې حکومت يې پر ټولو پېښو سربېره له وسله والو سره خبرې اترې پرمخ وړل غواړي.

نوموړي همدارنګه وويل، که د سولې په خبرو اترو کې يې څوک مرسته نه کوي، نو زيان دې هم نه ور رسوي.

نواز شريف زياته كړه، د بې پيلوټه الوتکو بريدونه په هېڅ ډول د منلو نه دي او نړيوال دې د تروريزم پر ضد جګړه کې د پاکستان قربانۍ نه هېروي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA