عصمت الله شاهين بېټنى د تحرك طالبان پاكستان موقت مشر ټاکل شوى دى. نوموړى وروسته له هغې موقت مشر ټاکل شوى، چې د دغې ډلې مشر حکيم الله مسعود د تېرې جمعې په ورځ د امريکا په يوه بې پيلوټه بريد کې ووژل
عصمت الله شاهين بېټنى د تحرك طالبان پاكستان موقت مشر ټاکل شوى دى.
نوموړى وروسته له هغې موقت مشر ټاکل شوى، چې د دغې ډلې مشر حکيم الله مسعود د تېرې جمعې په ورځ د امريکا په يوه بې پيلوټه بريد کې ووژل شو.
د پاکستاني طالبانو وياند شاهدالله شاهد تېره ورځ رسنيو ته ويلي، چې ددوى مرکزي شورا دمګړۍ عصمت الله شاهين بېټنى د موقت مشر په توګه ټاکلى او د ډلې د نوي مشر په اړه مشورې روانې دي او په نږدې ورځو کې به وټاکل شي.
تر دې مخکې اوازې وې، چې خان سيد سجنا ددې ډلې مشر ټاکل شوى دى.
كه څه هم د پاکستان د کورنيو چارو وزير د جمعې د ورځې بريد د سولې پر بهير بريد بللى و، خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يو چارواکي پرون وويل، له وسله والو سره خبرې د پاکستان کورنۍ مسئله ده او په وينا يې، د امريکا متحده ايالات او پاکستان د سخت دريځو د تاوتريخوالي په ختمولو کې شريکه ستراتيژيکه ګټه لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


