په عراق كې پرون د بېلابېلو پېښو له كبله يو شمېر امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې. په مرکزي ښار بعقوبه کې يوه ځانمرګي بريد كوونكي هغه مهال درې پوليس افسران په خپله قرارګاه کې ووژل شول، چې د دوى پر ودانۍ يې بريد وكړ.
په عراق كې پرون د بېلابېلو پېښو له كبله يو شمېر امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
په مرکزي ښار بعقوبه کې يوه ځانمرګي بريد كوونكي هغه مهال درې پوليس افسران په خپله قرارګاه کې ووژل شول، چې د دوى پر ودانۍ يې بريد وكړ.
همدارنګه په شمالي ښار تل عفر کې د پوليسو په يوه مركز كې د موټر بم ځانمرګي بريد له كبله دوه پوليس وژل شوي او درې تنه ملكي وګړي ټپيان دي.
په شمالي موصل ښار کې هم دوه سرتېري وروسته له هغه ووژل شول، چې وسله والو يې پر امنيتي پوستې بريد وکړ.
پوليس همدرانګه وايي، د بغداد په جنوب کې د عراق د پوځ يو افسر پرون هغه مهال ووژل شو، چې د د دوى د پوځي کاروان پر موټرو د سړک د غاړې بم وچاودېد.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


