ads

د بې پيلوټه بريد په اړه د پاكستان توند غبرګون

د پاکستان د کورنيو چارو وزير چودري نثار علي خان د امريکايي بې پيلوټه الوتکې د وروستي بريد په اړه قهرجن غبرگون ښودلى او ويلي يې دي، چې د حکيم الله محسود وژنې له وسله والو سره د سولې د خبرو په تړاو حکومتي هڅې گډې وډې کړې. د پاکستان د کورنيو چارو وزير چودري […]

نویسنده: TKG
12 لړم 1392

د پاکستان د کورنيو چارو وزير چودري نثار علي خان د امريکايي بې پيلوټه الوتکې د وروستي بريد په اړه قهرجن غبرگون ښودلى او ويلي يې دي، چې د حکيم الله محسود وژنې له وسله والو سره د سولې د خبرو په تړاو حکومتي هڅې گډې وډې کړې.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير چودري نثار علي خان د امريکايي بې پيلوټه الوتکې د وروستي بريد په اړه قهرجن غبرگون ښودلى او ويلي يې دي، چې د حکيم الله محسود وژنې له وسله والو سره د سولې د خبرو په تړاو حکومتي هڅې گډې وډې کړې.

د هغه په وينا، د حکيم الله محسود وژنه د يوه کس وژنه نه، بلكې په ټوله کې د سولې د پروسې وژنه ده.

د پاكستان د کورنيو چارو وزير پرون وويل، اټکل کېده، چې د شنبې په ورځ يو حکومتي پلاوى شمالي وزيرستان ته سفر وکړي او د طالبانو له مشر سره وگوري.

بلخوا د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت پرون د حکيم الله محسود د وژنې په غبرګون کې په اسلام اباد كې د امريکا سفيراحضار کړ او د امريکا د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو پر دوام يې اعتراض وکړ.

له ياد بريد نه څو ساعته وروسته سپينې ماڼۍ وويل، که د حکيم الله محسود د وژنې خبر سم وي، نو دغې سخت دريځې ډلې سخت ګوزار خوړلى دى.

افغان طالبانو هم د پاکستاني طالبانو د مشر وژل کېدل غندلي او له پاکستان څخه يې غوښتي، چې د امريکا د بريدونو مخه ونيسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA