ads

پكتيا كې د سل بستريز روغتون پيسې وهل شوي

د پکتيا اوسېدونکي په يوه پروژه کې شوي فساد حيران کړې دي او وايي چې کلونه کلونه يې په ګردېز کې د يوه مجهز روغتون جوړېدو ته انتظار کړی و، لومړی دا روغتون له څلور سوه بستريز څخه په سل بستريز بدل شو او اوس يې چې په اړه سيګار ادارې د فساد يو بشپړ […]

نویسنده: TKG
11 لړم 1392
پكتيا كې د سل بستريز روغتون پيسې وهل شوي

د پکتيا اوسېدونکي په يوه پروژه کې شوي فساد حيران کړې دي او وايي چې کلونه کلونه يې په ګردېز کې د يوه مجهز روغتون جوړېدو ته انتظار کړی و، لومړی دا روغتون له څلور سوه بستريز څخه په سل بستريز بدل شو او اوس يې چې په اړه سيګار ادارې د فساد يو بشپړ راپور خپور کړی، لکه چې د کلونو کلونو ارمانونه يې د فساد په سيند لاهو شول.

د پکتيا اوسېدونکي په يوه پروژه کې شوي فساد حيران کړې دي او وايي چې کلونه کلونه يې په ګردېز کې د يوه مجهز روغتون جوړېدو ته انتظار کړی و، لومړی دا روغتون له څلور سوه بستريز څخه په سل بستريز بدل شو او اوس يې چې په اړه سيګار ادارې د فساد يو بشپړ راپور خپور کړی، لکه چې د کلونو کلونو ارمانونه يې د فساد په سيند لاهو شول.

د امريکا د مرستو څارونکې سيګار ادارې  وروستيو معلوماتو چې کورنۍ او نړيوالې رسنۍ وغږولې، حيرانوونکې يې دا وه چې د ګردېز په ښار کې د دې سل بستريز روغتون د جوړېدونکې ودانۍ په چارو کې يې په لويه کچه شوی فساد را برسېره کړ.

د سيګار د معلوماتو له مخې د دې ودانۍ په جوړېدو کې هر اخستل شوی توکی په څو چنده لوړ قيمت حساب شوی دی.

سيګار وايي، يوازې يو ليتر تېل چې يو امريکايي ډالر ارزښت لري، په سل ډالر حساب شوي، د تودوخې معلومونکې يوه اله چې د دوو او لسو زرو امريکايي ډالرو تر منځ ارزښت لري، په ۲۲۰ زره امريکايي ډالره حساب شوې ده.

د دې پروژې پلي کوونکې د کډوالو نړيواله موسسه ای او ام   (I.O.M) ده چې مشر يې ريچارد دانسيګر د فساد تورونه ردوي او فرانس پريس ته يې په خپلو خبرو کې ويلي، دوی به په دې ارتباط سيګار ته ډاډمن معلومات وړاندې کړي.

د پکتيا اوسېدونکې دې ته حيران دي چې په دې پروژه کې په لويه کچه فساد شوی، دوی له مرستندويانو، ولايتي ادارې او ولايتي شورا غوښتنه کوي چې په دې اړه جدي پلټنې وکړي او په فساد تورنه اداره دې سپيناوي ته کېنوي.

د پکتیا ولایت اوسېدونی پيروزخان وايي:((موږ خو دې ته حيران يو چې داسې ښکاره فساد کېږي، حکومت بايد د دې پلټنه وکړي چې ولې په دومره لويه کچه فساد کېږي؟!))

عبدالله د پکتیا ولایت بل اوسېدونکی هم ورته خبره لري، خو زياتوي: ((موږ د دې روغتون جوړېدو ته کلونه کلونه انتظار وایست، لومړی خو له دې خلکو سره دا جفا وشوه چې دا روغتون څلور سوه بستريز و چې وروسته يې په سل بستريز منظوري وشوه، اوس چې دا د فساد خبرې کېږي او په دومره لويه کچه، نو موږ حيران يوو چې داسې څه اورو، موږ له حکومتي چارواکو غوښتنه کوو چې په دې اړه پلټنه وکړي او خلکو ته کره معلوماتو په اختیار کې ورکړي.))

د پکتيا د ولايتي شورا رئيس شايسته جان احدي وايي، موږ په دې پروژه څارنه کړې او هر وخت مو د دوی چارې څارلې دي.

نوموړی وايي، دوی هم په دې پروژه کې د شوي فساد په اړه معلومات لرل او په وينا يې په راتلونکې کې به هم هڅه وکړي چې د دې پروژې څارنه او کتنه وکړي، تر څو د سل بستريز روغتون په نوم د U.S.A.I.D  مرستندويې ادارې مرسته بې ځايه لاړه نه شي.

دی زياتوي: (( د دې روغتون په ودانۍ کې اکثره مواد هم بې کيفيته دي، موږ په دې اړه هڅې کوو چې مرسته شوې پيسې بې ځايه لاړې نه شي.))

په پکتيا کې د سل بستريز روغتون په جوړېدونکې ودانۍ کې سيګار د پنځه۵۰۷ زره امريکايي ډالرو د فساد خبره په داسې مهال کوي چې د امريکا د مرستو څارونکي ادارې په قول، د دې پروژې چارې نږدې ۲۳ مياشتې ځنډول شوې دي، خو پلي کوونکي اداره ای او ام يې علت په پکتيا کې ناامني په ګوته کوي.

د پکتيا پوهنتون ته څېرمه د دې سل بستريز روغتون قرارداد په ۱۷ ميلونه امريکايي ډالرو د مرستندویه U.S.A.I.D او د کډوالو د نړيوالي ادارې I.O.M  تر منځ نږدې څلور کاله وړاندې شوی چې لا يې هم رغنيزې چارې نيمګړې پاتې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA