د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې په بريد كې د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله محسود ووژل شو.
دا برید د جمعې په مازیګر ناوخته د شمالي وزیرستان د ډانډې درپه خیل په سیمه کې پر یوه کور او موټر شوی دی.
امنیتي سرچینې وایي چې امریکایي بې پیلوټه الوتکې پر کور او موټر دوه توغندي توغولي چې له امله یې پنځه کسان وژل شوي او یو شمیر نور ژوب شوی دي.
امنیتي سرچینو ویلي وو، چې په دې برری کې د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله مسحود، د هغه موټر چلوونکی او یو بل ملګری وژل شوی دی، خو په رسمي توګه دا نه وو، تایید شوی.
تر اوسه په رسمي توګه د پاکستان حکومت په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د پاکستاني طالبانو سرچینې په رسمي توګه منلې ده چې حکیم الله محسود وژل شوی .
امریکا د حکیم الله محسود پر سر د پنځه میلیونه ډالرو انعام اعلان کړی و، تر دې مخکې په ۲۰۱۰ او د۲۰۱۱ کلونو کې هم د حکیم الله محسود د وژل کیدو راپورونه ورکړل شوي وو، خو وروسته دروغ ثابت شول.
ددغې ډلې مرستیال ولي الرحمن هم څه موده مخکې په بې پیلوټه برید کې وژل شوی و.
بلخوا دپاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان دا برید غندلی او زیاته کړې چې دې سره به د سولې پروسه زیانمنه شي.
د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ویلي چې حکومت یې له خپلو طالبانو سره د سولې خبرې اترې پیل کړې دي.
دا برید په داسې حال کې شوی چې د پاکستان دیوه اپوزیسیون ګوند تحریک انصاف مشر عمران خان ګواښنه کړې وه، چې که د سولې د خبرو پر مهال بې پیلوټه بریدونه وشول، نو دوی به د ناټو اکمالاتي لاره وتړي.


