اسراييلي چارواکو له خپلو زندانونو هغه ۲۶ فلسطيني بنديان خوشې کړي، چې له ډېرې مودې راهيسې اسراييلي زندانونو کې بنديان وو. د فلسطين د بنديانو چارو وزير د ۲۱ فلسطيني بنديانو د تسليمولو پرمهال وويل، دغه بنديان د امريکا په منځګړيتوب د فلسطين او اسراييلو ترمنځ د سولې مخامخ خبرو د ښه نيت په خاطر خوشې شوي دي.
اسراييلي چارواکو له خپلو زندانونو هغه ۲۶ فلسطيني بنديان خوشې کړي، چې له ډېرې مودې راهيسې اسراييلي زندانونو کې بنديان وو.
د فلسطين د بنديانو چارو وزير د ۲۱ فلسطيني بنديانو د تسليمولو پرمهال وويل، دغه بنديان د امريکا په منځګړيتوب د فلسطين او اسراييلو ترمنځ د سولې مخامخ خبرو د ښه نيت په خاطر خوشې شوي دي.
همدارنګه، نن سهار وختي پينځه نور فلسطيني بنديان، چې د غزې تراډې او د بيت حانون سيمې وو، خوشې شوي دي.
د اسراييلو حکومت د تېرې يکشنبې په ورځ د هغو ۲۶ فلسطيني بنديانو د خوشې کولو ژمنه وکړه، چې له ډېر وخت راهيسې اسراييلي زندانونو کې پراته وو.
حماس ډلې له اسراييلي زندانونو د فلسطيني بنديانو د خوشې کېدو هرکلى کړى، خو “د ټولو فلسطيني بنديانو د خوشې کېدو” غوښتنه يې کړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

