جمهوررئيس حامد كرزي د پاكستان او بريتانيا له لومړي وزيرانو سره څلورمه درې اړخيزه غونډه په لندن کې پرون ترسره كړه. درې واړو مشرانو په ياده غونډه كې يو ځل بيا د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د پروسې د پرمخ بېولو په اړه پر خپلو ژمنو ټينګار وکړ.
جمهوررئيس حامد كرزي د پاكستان او بريتانيا له لومړي وزيرانو سره څلورمه درې اړخيزه غونډه په لندن کې پرون ترسره كړه.
درې واړو مشرانو په ياده غونډه كې يو ځل بيا د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د پروسې د پرمخ بېولو په اړه پر خپلو ژمنو ټينګار وکړ.
پاکستان يو ځل بيا ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به د سولې په پروسه کې هر اړخيزه مرسته کوي.
دا ځل درې واړه لوري په دې باور دي، چې د سولې په پروسه کې په جګړه کې له ښکېلو طالبانو سره خبرې وشي.
پرون په درې اړخيزه غونډه کې تر ګډون وړاندې د پاکستان لومړي وزير نواز شريف پر افغان طالبانو غږ وکړ، چې د سولې له بهيره بهر پاتې نه شي.
د هغه په وينا، که چيرې ټول خلک دې پروسه کې شامل شي، نو افغانستان کې به ثبات راشي او افغانستان کې ثبات د پاکستان د ثبات لپاره ډېر ضروري دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


