ads

ځوانان په ټاكنو كې مهم رول لري

د ولسي جرګې يو شمېر غړي پر ځوانانو غږ كوي چې د راتلونكو جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو په ټاكنو كې خلك پراخې ونډې اخستلو ته وهڅوي او د يوې غوره رهبرۍ په رامنځته كولو كې برخه واخلي. د ولسي جرګې يو شمېر غړي پر ځوانانو غږ كوي چې د راتلونكو جمهوري رياست او ولايتي […]

نویسنده: TKG
7 لړم 1392
ځوانان په ټاكنو كې مهم رول لري

د ولسي جرګې يو شمېر غړي پر ځوانانو غږ كوي چې د راتلونكو جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو په ټاكنو كې خلك پراخې ونډې اخستلو ته وهڅوي او د يوې غوره رهبرۍ په رامنځته كولو كې برخه واخلي.

د ولسي جرګې يو شمېر غړي پر ځوانانو غږ كوي چې د راتلونكو جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو په ټاكنو كې خلك پراخې ونډې اخستلو ته وهڅوي او د يوې غوره رهبرۍ په رامنځته كولو كې برخه واخلي.

په ولسي جرګه كې د فراه د خلكو استازې حميرا ايوبي د كليد ګروپ په هڅو په جوړه شوې ((ځوانان او انتخابات)) مناظره كې وويل، د ډموكراټيكو نظامونو په جوړښت كې ټولنه او ولس زيات مسووليتونه لري چې اكثره يې د ځوانانو په اوږو بار وي.

ايوبي د اوسنۍ ادارې په فساد كې د ككړتيا ملامتي هم په ولس وتپله او زياته يې كړه، كه ولس يو سالم زعامت رامنځته كړى او ملي شورا ته يې د انتخاباتو پرمهال وړ اشخاص ټاكلي واى، نن به د ولس او حكومت تر منځ واټن نه رامنځته كېده: (( د اوسني فساد مسووليت زموږ دى، ولې چوپ يوو؟ ځكه چې دا خلك موږ ټاكلي دي… تېر ځل انتخابات په سمتي او قومي مفكوره وشول، ومو ليدل چې په هغه ډول شفاف انتخابات مو ونه لرل، دا ځل بايد د سپېڅلتيا او پوهې په معيار زعامت وټاكو.))

په ولسي جرګه كې د هرات د خلكو استازې مسعودې كروخي هم چې دغې مناظرې ته رابلل شوې وه، په نظامونو كې د ځوانانو په مسووليتونو ټينګار وكړ او زياته يې كړه، كه روښانفكره ځوانان په ټاكنو او د هېواد د سرنوشت په بدلولو كې برخه وانخلي، خلكو ته عامه پوهاوى ور نه كړي، نو د نظامونو مشروعيت هم تر سوال لاندې راځي: (( په اوسنيو څو كلونو كې تاسو وليدل چې د نړۍ څومره نظامونه د ځوانانو په مرسته تغيیر او تبديل شول؟ په امريكا كې ځوانانو د لومړي ځل لپاره يو تورپوستى جمهور رئيس وټاكه، په ايران كې منځلارى حكومت د ځوانانو د رايو نتيجه وه او په عربي نړۍ كې هم استبدادي نظامونه ځوانانو اصلاح ته جوړ كړل.))

كروخي افغان ځوانان هم وهڅول چې خلكو ته د ټاكنو د ارزښت په اړه د پوهاوي كمپاينونه وكړي، كوڅه په كوڅه وګرځي او ولس دې ته اړ كړي چې له موجوده ستونزو څخه د وتلو يوازنۍ لاره په ټاكنو كې برخه اخستل او دغه راز ولايتي شوراګانو، ملي شورا او جمهوري رياست ته د پاكو او وړ شخصيتونو په استولو كې ده.

كروخي له هرات څخه د راغلي ځوان فعال بهزاد حكاك د يوې پوښتنې په ځواب كې چې دوى (ولسي جرګې) دولت په راتلونكو ټاكنو كې تر كومه بريده د شفافو شرايطو اماده كولو ته مجبوره كړى؟ وويل: (( دولت په هغه صورت كې مجبور و مكلف دى چې ولس لاس په كار شي، رهبري له ټيټې طبقې څخه د لوړې په لور بولم، نه له لوړو مقاماتو څخه د ټيټې طبقې په لور، ولس دې راپورته شي، د خپلې ناامنۍ علت دې دولت ته په ګوته كړي، مخالفينو ته دې اجازه نه وركوي، بيا دې ګيله وكړي چې دولت په كوم كوم ځاى كې غفلت كړى دى.))

د غزني د خلكو استازي محمد اخلاقي هم د يوې ورته پوښتنې په ځواب كې چې ايا د غزني د شرايطو په پام كې نيولو سره، هلته خلك د سر په بیه په ټاكنو كې برخه واخلي؟ وويل، د دوى په ولايت كې ۱۴ ولسوالۍ دي، كه خلك يې بدلون وغواړي په ټولو ولسواليو كې ټاكنې ممكن او كه خلك د خپلې رايې په ارزښت باور ونه لري او د خپلې سيمې شل دېرش وسله وال له غرونو راكوز نه كړاى شي، نو د خرابې ادارې د رامنځته كېدو په صورت كې بايد شكايت هم ونه كړي.

اخلاقي زياته كړه: (( دولت په دې مكلف دى چې د ټاكنو امکانات برابر او امنيت ونيسي. ولس په دې مكلف دى چې څوك يې له رايې اچونې ګرځوي، په ټوليز ډول د هغوى په مقابل كې ودرېږي، ځكه حق په اسانه نه وركول كېږي، بلكې اخستل كېږي.))

اخلاقي هم ځوانان په دې برخه كې مسوول وبلل چې د يوې سالمې ادارې د ټاكلو په برخه كې كمپاين وكړي او له هغو خلكو چې د رايې وركولو او ټاكنو په ارزښت يې غوږونه نه دي خلاص، وغواړي چې په دې لاره كې ګامونه واخلي او د خپلو راتلونكو نسلونو لپاره د يو غوره نظام بنسټ كېږدي.

بايد وويل شي چې د كليد ګروپ لخوا د ځوانانو تر منځ په مهمو ملي مسئلو د خبرو اترو او مناظرو لړۍ د ۲۰۱۲ كال د مارچ له مياشتې پيل شوې چې په مياشت كې دوه ګردي مېزونه او دوه د سياسي موضوعاتو په اړه مناظرې وړاندې كوي.

د كليد د بحثونو په دغه لړۍ كې د ګردي مېزونو اكثره شننې د ځوانانو لخوا كېږي او په مناظرو كې بيا لوړ پوړي دولتي چارواكي او مسوولين د ځوانانو پوښتنو ته ځوابونه وايي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA