د افغاني ټولنې په سیاسي جوړښت کې د ښځو ونډه د بحث او پام وړ موضوع ده، چې د بیلابیلو بنسټونو په تیره بیا مدني ټولنو او سیاسي اړخونو لخوا مطرح کیږي .
د افغاني ټولنې په سیاسي جوړښت کې د ښځو ونډه د بحث او پام وړ موضوع ده، چې د بیلابیلو بنسټونو په تیره بیا مدني ټولنو او سیاسي اړخونو لخوا مطرح کیږي .
د ټاکنو لپاره د رایې اچونې او د کاندیداتورۍ په پروسه کې ښځې باید له نارینه وو سره سمه ونډه ولري، خو هغه څه چې په دې لار کې دښځو دلارې خنډ ګرځي، تر هر څه دمخه امنیتي ستونزې دي او وروسته تر هغې د ټولنې ناوړه دود او دستور او د نارینه و له خوا د رایې اچونې له پروسې څخه دښځو بې برخې کیدل دي.
په ټولټاکنو کې دښځو د رایې ورکونې حق دښځو له سیاسي حقوقو څخه شمیرل کیږي، چې هم دهیواد په اساسي قانون کې راغلي او هم په هغو نړیوالو معاهداتو کې ،چې افغانستان په هغې باندې تعهد لري لکه دمدني او سیاسي حقوقو کنوانسیون او افغانستان هم دهغو هیوادونو له ډلې څخه دی، چې باید دې تعهداتو ته وفاداره وي .
داساسي قانون د دوهم فصل په ۳۳ مه ماده کې په پوره صراحت سره راغلي، چې دهیواد ټول وګړي دانتخابولو او انتخابیدو حق لري .
دجمهوری ریاست د دوهم پړاو ټاکنو دا وښوده ، هغه امنیتي تهدیدونه چې په ځینې ولایتونو کې موجود وو، د دې سبب شول تر څو ښځې ونشي کولای دخپلې رایې اچونې له حق څخه ګټه تر لاسه کړي .
دا ستونزې نه یوازې د رایې ورکوونکو ښځو لپاره دي ، بلکه هغه ښځې چې ځانونه یې د انتخابیدو لپاره کاندید کړي دي هم له دې ستونزو سره مخ دي .
لکه چې وینو دا دي په را روانو د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې د کاندیدانو ابتدايي لست خپور شو ، چې پکې
د جمهوري ریاست څوکۍ ته لس تنه چې ټول نارینه دي او پکې یوه د جمهور رییس مرستیاله ښځینه ده او د ولایتي شوراګانو څوکیو ته د ۲۷۰۴ تنو کاندیدانو څخه ۳۰۸ یې ښځې کاندیدانې دي ، چې په لوی اکثریت د ښځو د لږ ګډون ښکارندویي کوي.
که څه هم په ټاکنو کې د ښځو د پراخ ګډون په خاطر له هر طرف څخه هلې ځلې روانې دي، خو په ټوله کې امنیتي شرایط او د ښځو په وړاندې دودیز مسایل په دې پروسه کې د دوی د پراخ ګډون مخه نیولې ده. په همدې هکله څه وخت مخکې د ولسي جرګې غړې او دښځو فعالې شکریه بارکزۍ د ټاکنو کمسیون او نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې دښځو دحقونو او په ټاکنو کې د زیات ګډون لپاره دې عملي او هراړخیز پروګرامونه په لاره واچوي ترڅو په افغاني دودیزه ټولنه کې ښځې د ټاکنو حق او نورو حقونو ته لاس رسی پيداکړي ، شکریه بارکزۍ غوښتنه وکړه چې د رای ورکولو کارتونو ته دلاس رسي په موخه دې د ټاکنو کمسیون ګرځنده ټیمونه وګوماري ترڅو ښځې کارتونه ترلاسه او رایې ورکړي.
همدا شان په دې برخه کې نړیواله ټولنه هم بې برخې نه ده پاتې شوې او زیاتې هڅې یې سرته رسولې تر څو افغانې ښځې سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو ته وهڅوي ،چې دې کار تر یوې اندازې مثبتې اغیزې هم درلودلې دي او د بن له کنفرانس څخه وروسته دښځو ګډون په دې دوو برخو کې زیات شوی، خو د نورو هیوادونو په پرتله په ډیرې ټیټه کچه کې قرار لري ،چې زموږ دټولنې فرهنګي شرایط په دې لار کې یو له سترو خنډونو څخه بلل کیږي او یو شمیر کار پوهان بیا په دې باور دي، چې ددې ستونزې دهوارولو په خاطر زموږ هیواد وخت ته اړتیا لري ، تر څو د وګړو ذهنیت د دې خبرې منلو ته تیار کړي ، چې د ټولنې په سیاسي برخه کې د ښځو ونډه اخیستنه ومني .
بلخوا په ټولټاکنو کې د ښځو ونډه او بریا، زموږ د هیواد ټولې ښځې دې ته هڅوي چې په پوره وړتیا په سیاسي چارو کې هم برخه واخلي او همداشان له هغو ښځو څخه چې د خلکو د استازو خونې ته یې لار پیدا کړې او پیدا کوي یې دا تمه لري چې په رښتینې توګه د هیواد او خلکو په تیره بیا د خپلو خویندو د خدمت مټې راونغاړي او پرته له هر ډول تبعیض او سیاسي او قومي تړاوونو خپله ونډه په ښه توګه ادا او د هغو ښځو د حقونو د تامین په لار کې کار وکړي چې د هیواد په ډیرو لرو پرتو سیمو کې پرتې دي او حتی د حقوقو په نوم څه نه پیژني. هغوی ته د تحصیل، کار، صحي آسانتیاوو او ….نورو زمینه برابره کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


