د نجونو د زده کړې په وړاندې چې پخوا دوديزې ستونزې زياتې وي او نجونو نشو کولای په ازاد ډول ښوونځي ته لاړې شي، زده کړه وکړي او د خپل ژوند برخليک ښه کړي، خو اوس چې د هېواد په کچه دوديزې ستونزې راکمې شوې دي، په ځينو سيمو کې د نجونو زده کړه کمو امکاناتو
د نجونو د زده کړې په وړاندې چې پخوا دوديزې ستونزې زياتې وي او نجونو نشو کولای په ازاد ډول ښوونځي ته لاړې شي، زده کړه وکړي او د خپل ژوند برخليک ښه کړي، خو اوس چې د هېواد په کچه دوديزې ستونزې راکمې شوې دي، په ځينو سيمو کې د نجونو زده کړه کمو امکاناتو او د پوهنې اړوند نورو ستونزو له خنډونو سره مخ کړې ده.
په پکتيا کې چې د نجونو زده کړه يو نوی ګام دی او دا وخت له ښاره د لرې او ناامنو سيمو يو شمېر ماشومې نجونې هم په دې توانېدلې دي چې ښوونځي ته لار ومومي، په مخ کې يې د دود پر ځای نور خنډونه پراته دي.
زرمت چې يوه ناامنه ولسوالي ده، اوسېدونکي يې اوس دې ته ته متوجه شوي چې د نجونو زده کړه د ټولنيز پرمختګ لپاره اړينه ده، نو په ځينو کليو کې يې د پوهنې رياست په مرسته لومړني ښوونځي جوړ کړي دي.
د دې ښوونځيو زده کوونکې غوښتنه کوي چې بايد ودانۍ ورته جوړې او د نورې زده کړې زمينه ورته برابره شي.
فاطمه چې د زرمت ولسوالۍ د سهاکو سيمې د يو کلي په ښوونځي کې دويم ټولګی لوليؤ داسې وايي: (( موږ په يوه کلا کې درس وايو، موږ له حکومته غواړو چې ښوونځی راته جوړ کړي.))
پروينه هم ورته خبره کوي او زياتوي چې د دوى په سيمه كې د نجونو لپاره هېڅ داسې ښوونځی نشته چې ودانۍ ولري: (( موږ يوازې تر دويم او څلورم ټولګي پورې لوست کولای شو، له دې پورته د لوست زمينه نه ده برابره شوې.))
يوه بله ماشومه نجلۍ نسرين هم ورته شکايت لري او له دولته غوښتنه کوي چې ښوونځی دې ورته جوړ کړي.
د هغې په وينا، په يوه زړه کلا کې لوست کوي، د نجونو شمېر پکې خورا زيات دی او د پوهنې رياست بايد ورته ښوونځى جوړ كړي: (( کاشکې په کلاګانو کې خو د لوست ځای برابر وای، هلته زموږ شمېر ورځ تر بلې زياتېدونکی دی او کلا ډېره تنګه او پردۍ ده، کېدای شي، سبا مو ترې وباسي.))
د پکتيا د پوهنې رياست مسوولين وايي، دوی په دې ولايت کې د نجونو نږدې شپېته ښوونځي لري چې په دې کې يې لس لېسې او پاتې نور يې لومړني او منځني ښوونځي دي.
د پوهنې رئيس انجنير محراب الدين شفق وايي، دوی د نيمايي ښوونځيو لپاره ودانۍ نه لري، خو په راتلونکي کې هڅه کوي چې ټول ښوونځي يې ودانۍ ولري: ((د ښوونځو د ودانيو په اړه بايد دومره ووايم چې زموږ د نارينه وو او ښځينه وو ښوونځي ۵۰ فيصده داسې دي چې ودانۍ نه لري، موږ دومره توان نه لرو چې په يو ځل دا ودانۍ ورته جوړې کړو، هڅه به کوو، په راتلونکي کې به ورو، ورو دا کار کېږي.))
د پکتيا د ناامنو او کليوالي سيمو نجونې په داسې حال کې د ښوونځيو غوښتنه کوي چې په هغو سيمو کې د وسله والو طالبانو له لوري هم د نجونو ښوونځي له يو ډول څارنې لاندې فعاليت لري.
زرمت يوه هغه ولسوالي ده چې وسله وال طالبان پکې ښوونځيو ته په ازاد ډول تګ راتګ کوي او د ښوونځيو وضعيت له نږدې څاري.
هلته د لويو نجونو لپاره د دې ترڅنګ چې دودونه يې د زده کړې په وړاندې خنډ دي، د وسله والو زور يې هم په وړاندې دېوال بلل کېږي، خو د دې ولايت د پوهنې رياست مسوولين بيا هر ځل دا خبره کوي چې د وسله والو له لوري د دوی پر پوهنيز بهير هېڅ ډول فشار نشته.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


