ټاكل شوې ده، چې نن جمهوررئيس حامد كرزى په لندن كې د پاكستان او بريتانيا له لومړي وزيرانو سره په درې اړخيزه غونډه كې ګډون وكړي. جمهور رئيس حامد کرزى د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د پنځه ورځني رسمي سفر لپاره لندن ته رسېدلى دى.
ټاكل شوې ده، چې نن جمهوررئيس حامد كرزى په لندن كې د پاكستان او بريتانيا له لومړي وزيرانو سره په درې اړخيزه غونډه كې ګډون وكړي.
جمهور رئيس حامد کرزى د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د پنځه ورځني رسمي سفر لپاره لندن ته رسېدلى دى.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جمهور رئيس به د دغه سفر په لړ کې د اسلامي نړۍ په نهمه اقتصادي غونډه كې هم ګډون وكړي.
د سرچينې په وينا، په درې اړخيزه غونډه كې به د افغان سولې او د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر اړيکو خبرې وشي.
د سولې عالي شورا وياند شهزاده شاهد كليد ته وويل، چې حالاتو تر پخوا بدلون موندلى او دوى د يادې درې اړخيزې غونډې پايلو ته خوشبينه دي.
دا د افغانستان، پاكستان او بريتانيا ترمنځ د درې اړخيزو خبرو څلورمه غونډه ده.
د کابل، اسلام اباد او لندن ترمنځ د درې اړخيزو غونډو بهير د بريتانيا په نوښت پيل شوى او هدف يې دا دى، چې د پاکستان او افغانستان اړيکې پراخې کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

