څو موټر بم بريدونو تېره ورځ د عراق پايتخت بغداد او جنوبي ښار موصل کې لږترلږه ۵۰ تنه وژلي او له ۱۰۰ ډېر يې ټپيان کړي دي. دغه بمونه په پارک شويو موټرو کې ځاى پر ځاى شوي وو، چې د ۳۰ دقيقو په موده کې په هغو سيمو کې والوتل، چې ډېرى اوسېدونکي يې
څو موټر بم بريدونو تېره ورځ د عراق پايتخت بغداد او جنوبي ښار موصل کې لږترلږه ۵۰ تنه وژلي او له ۱۰۰ ډېر يې ټپيان کړي دي.
دغه بمونه په پارک شويو موټرو کې ځاى پر ځاى شوي وو، چې د ۳۰ دقيقو په موده کې په هغو سيمو کې والوتل، چې ډېرى اوسېدونکي يې شيعه وګړي دي.
د رپوټونو له مخې، ۱۰ موټرو کې چاودنې شوي او ډېرى كسان د موټرو په تمځايونو او مارکېټونو کې په نښه شوي دي.
يوازې دا مياشت د وژل شويو کسانو شمېر سلګونو ته رسېږي، چې له ۲۰۰۸ راپدېخوا د فرقه ييز تاوتريخوالي تر ټولو لوړه کچه ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

