ads

د ورکو بلوچانو خپلوانو له کوټې تر کراچۍ پلى لاريون پيل كړ

په بلوچستان کې د ورکو بلوچانو د ملاتړ اتحاديې پرون له کوټې تر کراچۍ پورې يو اوږد لاريون پيل کړى او وايي، په پينځلسو ورځو کې به کراچۍ ته ځي او هلته به د خپلو ورکو خپلوانو د موندنې لپاره د لوږې اعتصاب پيلوي. په بلوچستان کې د ورکو بلوچانو د ملاتړ اتحاديې پرون له […]

نویسنده: TKG
6 لړم 1392
د ورکو بلوچانو خپلوانو له کوټې تر کراچۍ پلى لاريون پيل كړ

په بلوچستان کې د ورکو بلوچانو د ملاتړ اتحاديې پرون له کوټې تر کراچۍ پورې يو اوږد لاريون پيل کړى او وايي، په پينځلسو ورځو کې به کراچۍ ته ځي او هلته به د خپلو ورکو خپلوانو د موندنې لپاره د لوږې اعتصاب پيلوي.

په کراچۍ کې بيا د بلوچستان اعلى وزير ويلي، تر څو پورې، چې دغه ورک بلوچان ونه موندل شي، له خپلواکۍ غوښتونکو بلوڅو سره به يې خبرې اترې بريالۍ نه شي.

د يکشنبې په ماښام د ورکو بلوڅانو لپاره دغږ پورته کوونکې اتحاديې لخوا د کوټې د مطبوعاتي مرکز مخ ته لسګونه بلوچې پېغلې او ځوانان د احتجاج لپاره را غونډ شوي وو. دوى د خپلو ورکو خپلوانو د لادرکۍ پر ضد له کوټې تر کراچۍ پورې د اوږده لاريون تر پيلېدو مخکې شعارونه هم ورکړل.

د ورکو بلوچو د اتحاديې مشر نصرالله بلوچ وايي، په اوسني حکومت کې تر تېرو هغو هم د بلوچو د سياسي فعالينو د تښتول کېدو او د هغوى د وژل کېدو لړۍ تېزه شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA