ads

تهران كې له ۱۰۰ زرو زيات افغانان ښوونځيو ته ځي

ايراني چارواكي وايي، په تهران كې ۱۱۸ زره افغان زده کوونکي ښوونځيو ته ځي. د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، د تهران د بهرنيو اتباعو او كډوالو د څانګې عمومي رئيس عيسى موسوي نسب ويلي، افغانان د ملګرو ملتونو ايراني چارواكي وايي، په تهران كې ۱۱۸ زره افغان زده کوونکي ښوونځيو ته ځي. د […]

نویسنده: TKG
6 لړم 1392
تهران كې له ۱۰۰ زرو زيات افغانان ښوونځيو ته ځي

ايراني چارواكي وايي، په تهران كې ۱۱۸ زره افغان زده کوونکي ښوونځيو ته ځي. د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، د تهران د بهرنيو اتباعو او كډوالو د څانګې عمومي رئيس عيسى موسوي نسب ويلي، افغانان د ملګرو ملتونو

ايراني چارواكي وايي، په تهران كې ۱۱۸ زره افغان زده کوونکي ښوونځيو ته ځي.

د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، د تهران د بهرنيو اتباعو او كډوالو د څانګې عمومي رئيس عيسى موسوي نسب ويلي، افغانان د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ، افغانستان او ايران د درې اړخيزې موافقې له مخې په تهران ولايت کې درس وايي.

د هغه په وينا، په ۱۹۸۱ ميلادي کال كې، چې ايران ته د افغان کډوالو تګ پيل شو، يوازې د شپږ فيصده افغانانو ليک لوست زده وو، خو اوس په ايران کې اويا فيصده مېشت افغانان سواد لري.

نوموړي د سواد دا لوړه فيصدي د نړۍ په كډوالو کې بې سارې بللې.

د ايران په نورو ولايتونو په تېره بيا خراسان کې هم زرګونو افغانانو زده کړې کړي او يا په زده کړه بوخت دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA