د سوريې د پايتخت دمشق يوه جومات ته څېرمه موټر بم چاودنې د دريو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۴۰ تنه وژلي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي. سوري فعالين وايي، چاودنه پرون د جمعې تر لمانځه شېبه وړاندې جومات ته د لمونځ کوونکو د ننوتلو د دروازې په مخکې وشوه.
د سوريې د پايتخت دمشق يوه جومات ته څېرمه موټر بم چاودنې د دريو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۴۰ تنه وژلي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.
سوري فعالين وايي، چاودنه پرون د جمعې تر لمانځه شېبه وړاندې جومات ته د لمونځ کوونکو د ننوتلو د دروازې په مخکې وشوه.
رپوټونه وايي، چاودنې جومات ته څېرمه ودانۍ سختې زيانمنې کړې.
حکومت او ياغيانو دواړو يو پر بل د دغې چاودنې پړه اچولې ده.
بلخوا ناروې د ملګرو ملتونو له هغه ټيم څخه د خپلو کارکوونکو د رايستلو غوښتنه کړې، چې د سوريې اټومي وسلې ارزوي.
ملګرو ملتونو په سوريه کې د اټومي وسلو د ختمولو لپاره ضرب الاجل د ۲۰۱۴ کال تر نيمايي پورې ټاکلى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

