ads

سپټمبر د پاكستان لپاره خونړۍ مياشت وه

په پاكستان كې (د څېړنيزو او امنيتي مطالعاتو مرکز( Center for Research and Security Studies) ) له خوا په يوه تازه خپور شوي راپور کې راغلي دي، چې يوازې په سپټمبر مياشت کې د خيبر پښتونخوا ايالت په ګډون په ټول پاکستان کې بېلابېلو ترهګريزو پېښو لږ تر لږه ١٠٤٨ تنو ته مرګ ژوبله اړولې […]

نویسنده: TKG
1 لړم 1392
سپټمبر د پاكستان لپاره خونړۍ مياشت وه

په پاكستان كې (د څېړنيزو او امنيتي مطالعاتو مرکز( Center for Research and Security Studies) ) له خوا په يوه تازه خپور شوي راپور کې راغلي دي، چې يوازې په سپټمبر مياشت کې د خيبر پښتونخوا ايالت په ګډون په ټول پاکستان کې بېلابېلو ترهګريزو پېښو لږ تر لږه ١٠٤٨ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

راپور همدارنګه ليکي، چې د روان ٢٠١٣ کال په سپټمبر مياشت کې په پاکستان کې په بمي چاودنو، ځانمرګو  بريدونو، هدفي وژنو او نورو ترهګريزو پېښو کې ٤٩٣ تنه وژل شوي او ٥٥٥ ټپيان دي، چې له كبله يې دا مياشت د روان ميلادي كال تر ټولو خونړۍ مياشت ښودل شوې ده.

په راپور كې راغلي دي، چې د سپټمبر وروستۍ لسيزه د خيبر پښتونخوا ايالت د مرکزي ښار پېښور او ددې ښار اړوندو سيمو لپاره تر ټولو خونړۍ وه، چې پکې نږدې ٦١٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

كه څه هم په دې وروستيو کې د پاکستان نوي حکومت په دغه هېواد کې له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو د پيلولو لپاره هلې ځلې چټکې کړې دي، خو پاکستاني طالبانو ددغه هېواد پر حکومت غږ کړى دى، چې تر خبرو اترو مخکې دې پر قبايلي سيمو د امريکا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه ودروي او له دغو سيمو دې پوځ بېرته وغواړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA