د پاکستان په بلوچستان ايالت کې تېره ورځ پر يوه مسافر وړونکي اورګاډي بمي چاودنه شوې، چې له كبله يې لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي او لس نور ټپيان دي.
د پاکستان په بلوچستان ايالت کې تېره ورځ پر يوه مسافر وړونکي اورګاډي بمي چاودنه شوې، چې له كبله يې لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي او لس نور ټپيان دي.
امنيتي چارواکو ويلي، چاودنه د نصير اباد په سيمه کې شوې او غالبا چاودېدونکي توكي د ريل په پټلۍ کې ځاى پر ځاى شوي وو.
د جعفر اېکسپرېس (Jaffar Express) په نوم دا اورګاډى له راولپينډۍ څخه کوېټې ته روان و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

