د بغداد د جنوب لوېديزې شيعه مېشتې سيمې په يوه سماوات کې پرون ځانمرګي بريد لږترلږه ۳۷ تنه وژلي او څه دپاسه ۴۰ تنه نور يې ټپيان کړي دي.
د بغداد د جنوب لوېديزې شيعه مېشتې سيمې په يوه سماوات کې پرون ځانمرګي بريد لږترلږه ۳۷ تنه وژلي او څه دپاسه ۴۰ تنه نور يې ټپيان کړي دي.
تر اوسه دا روښانه، نه ده چې دغه ځانمرګى بريد کومې ډلې پلان کړى او چا ترسره کړى دى.
د بغداد پوليس وايي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې په چاودېدونکو توکو بار يو موټر د سماوات له دروازې سره وجنګېد او وچاودېد.
بلخوا پرون د عراق په لويديځ انبار کې پر حکومتي ودانيو او د پوليسو پر مرکز ځانمرګو بريدونو لږترلږه پنځه تنه وژلي او ۱۵ يې ټپيان کړي دي.
چارواکي وايي، ګومان کېږي، چې اسلامپلالي جنګيالي د دغو بريدونو ترشا دي.
عراقي پوليسو همدارنګه ويلي، چې د بغداد شمال ته د سامرا په ښار کې يوه بل ځانمرګي بريد لږترلږه شپږ تنه وژلي دي.
په روان کال کې په عراق له ۶۰۰۰ ډېر کسان د تاوتريخوالي په پېښو کې وژل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

