امريكا ته د پاكستان د لومړي وزير نواز شريف د سفر په درشل كې د امريكا كانګرېس پرېكړه كړې چې پاكستان ته د امريكا يو اعشاريه شپږمليوني كلنۍ مرسته وروسته له هغې له سره پيل كړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيكې پر پاكستاني خاوره د القاعده د مشر اسامه بن لادن د وژلو لپاره د امريكايي
امريكا ته د پاكستان د لومړي وزير نواز شريف د سفر په درشل كې د امريكا كانګرېس پرېكړه كړې چې پاكستان ته د امريكا يو اعشاريه شپږمليوني كلنۍ مرسته وروسته له هغې له سره پيل كړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيكې پر پاكستاني خاوره د القاعده د مشر اسامه بن لادن د وژلو لپاره د امريكايي سرتېرو د پوځي عملياتو او له افغانستان سره پر پوله د بې پيلوټه الوتكې د بريد په پايله كې د پاكستاني سرتېرو د وژل كېدو له كبله خورا خرابې شوې وې.
ګارډين د امريكايي چارواكو له قوله چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي ليكي د يادو مرستو لړۍ به له ۲۰۱۴ م كاله پيل او د څو كلونو په ترڅ كې به ټول وركړل شي.
امريكا له پاكستان سره دغه كچه مرسته د دې لپاره كوي څو دا هېواد خپل پوځ له ترورزم سره د مبارزې لپاره پياوړى كړي او له اداري فساد سره مبارزه وكړي خو د افغانستان په ګډون خپله امريكايي چارواكو هم پاكستان له وسلوالو طالبانو سره د مبارزې په برخه كې په دوه مخي سياست تورن كړى دى.
دا په داسې حال كې ده چې د پاكستان لومړى وزير نواز شريف اوس مهال په امريكا كې دى څو له امريكايي چارواكو سره پر يادو مسايلو سربېره د افغاستان پر حلاتو هم خبرې وكړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


