ads

دمشق كې خلك د لومړنيو توكو له قحطۍ سره مخ دي

واشنګټن د سوريې په رژيم غږ كړى چې دمشق ته څېرمه قحطۍ ځپلو سيمو ته دې د بېړنيو مرستو كاروان پرېږدي. امريكا وايي چې د سوري ځواكونو له لورې اوږدمهاله محاصرې دمشق ته د څېرمو سيمو خلك د درملو، خواركي توكو او اوبو له قحطۍ سره مخ كړي دي. واشنګټن د سوريې په رژيم غږ […]

نویسنده: TKG
27 تله 1392
دمشق كې خلك د لومړنيو توكو له قحطۍ سره مخ دي

واشنګټن د سوريې په رژيم غږ كړى چې دمشق ته څېرمه قحطۍ ځپلو سيمو ته دې د بېړنيو مرستو كاروان پرېږدي. امريكا وايي چې د سوري ځواكونو له لورې اوږدمهاله محاصرې دمشق ته د څېرمو سيمو خلك د درملو، خواركي توكو او اوبو له قحطۍ سره مخ كړي دي.

واشنګټن د سوريې په رژيم غږ كړى چې دمشق ته څېرمه قحطۍ ځپلو سيمو ته دې د بېړنيو مرستو كاروان پرېږدي.

امريكا وايي چې د سوري ځواكونو له لورې اوږدمهاله محاصرې دمشق ته د څېرمو سيمو خلك د درملو، خواركي توكو او اوبو له قحطۍ سره مخ كړي دي.

د تازه راپورونو له مخې د بشار الاسد له ماڼۍ يوازې څو كيلو متره لرې ګڼو ماشومانو له لوږې خپل ژوند له لاسه وركړى دى.

د بشارالاسد ځواكونو خبردارى وركړى تر هغې به يادې سيمې تر محاصرې لاندې وساتي ترڅو چې مخالفينو تر خپلې ولكې لاندې سيمې دوى ته نه وي سپارلي.

محموديه، يرموك او غوطا هغه سيمې دي چې له مياشتو راهيسې د اسد ځواكونو له لورې تر محاصرې لاندې دي.

د امريكا د بهرنيو چارو وزارت يوې وياندې جين پساسكې پرون خبريالانو سره په خبرو كې خبردارى وركړ چې كه د لومړنيو مرستو دغه كاروان ته اجازه ورنكړل شي چې د پايتخت دمشق چاپېرو سيمو او په ټولې سوريې كې اړو خلكو ته ورسول شي، نو له عاملينو سره بايد سخت چلند وشي.

د سوريې د چارو فعالان وايي دوى د قحطۍ له كبله د مړو شوو كسانو پر پېچلتيا څېړنې پيل كړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA