ads

ملا برادر د آى اېس آى په منګولو کې

افغانستان او امریکا د خپلو خوشباوریو ښکار دي او دا مسئله د دې سبب شوې چې له دولسو کلونو وروسته يو ځل بیا پاکستان د سیمې په کچه مطرح هېواد واوسي او په سیمه کې د خپلې ستراتيژيکي پراختیا هڅې له پخوا لا ډېرې ګړندۍ کړي. افغانستان او امریکا د خپلو خوشباوریو ښکار دي او […]

نویسنده: TKG
21 تله 1392
ملا برادر د آى اېس آى په منګولو کې

افغانستان او امریکا د خپلو خوشباوریو ښکار دي او دا مسئله د دې سبب شوې چې له دولسو کلونو وروسته يو ځل بیا پاکستان د سیمې په کچه مطرح هېواد واوسي او په سیمه کې د خپلې ستراتيژيکي پراختیا هڅې له پخوا لا ډېرې ګړندۍ کړي.

افغانستان او امریکا د خپلو خوشباوریو ښکار دي او دا مسئله د دې سبب شوې چې له دولسو کلونو وروسته يو ځل بیا پاکستان د سیمې په کچه مطرح هېواد واوسي او په سیمه کې د خپلې ستراتيژيکي پراختیا هڅې له پخوا لا ډېرې ګړندۍ کړي.

افغان حکومت څه د پاسه يوکال دا هڅه وکړه چې د پاکستان له خوا نیول شوی دویم لوړ رتبه طالب چارواکی ملابرادر له بنده خلاص شي. حکومت تمه درلوده چې د هغه خلاصون به د سولې له پروسې سره ډېره مرسته وکړي. خو اوس سره له دې چې په ظاهره له پاکستاني زندانه د نوموړي له ازادېدو کابو میاشت کېږي، خو لا تراوسه د هغه له لوري د سولې لپاره کوم موثر ګام نه دی پورته شوی.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت او د امریکا متحده ایالات په دې باور دي چې ملا برادر به د سولې په پروسه کې ګټور ثابت شي. خو په تېرو دولسو کلونو کې له پاکستان سره د دوستۍ او ډېر باور کولو تجربو راوښوده چې افغان حکومت او امریکا د خپلو خوشباوریو ښکار کېږي، په دغسې حالاتو كې د حیرانۍ خبره دا ده چې افغانستان او امریکا له پاکستان سره د پخوانیو اړیکو او ګټو په تجربې سره ولې لا هم پر هغه هېواد  دومره خوشباوره دي؟ افغانستان او امریکا په دې ښه پوهېږي چې پاکستان هېڅکله هم بې له کومې ګټې او امتیازه ګام نه اخلي.

تصور دا و چې ملابرادر به له خوشې کېدو وروسته یو درېيم ګړي هېواد سعودي يا ترکيې ته استول کېږي؛ خو لکه څنګه چې ولیدل شول، پاکستاني استخباراتو یا ای اس ای هغه د كراچۍ په لور رهي كړ، خپله قصیده يې پرې پخه کړه او بیا يې پېښور ته انتقال کړ.

د چارو د شنونكو په باور د اى اس اى له ارادو څرګندېږي چې پاكستانى حكومت به د ملا برادر په وسیله د هغه نور پیاوړي او په سیمه کې بارسوخه طالب قومندانان ښکار کړي، يا به هڅه وكړي چې ځېنې هغه كړۍ كم تر كمه ځانته په ګوته كړي چې له ملا برادر سره تماسونه نيسي او سولې ته لېوالتيا ښيي.

د چارو تحليلګر خوشال جواد وايي، پاكستان اوس په دې پلان چې د ملابرادر خواخوږې كړۍ ځانته معلومې كړي، ناكام شوى دى. ځكه اوس چې له ډېرو تضمينونو سره سره هم طالب مشران له ملا برادر سره ليدو ته حاضر نه شول، نو پاكستان دا ځل د ملا برادر د ملامتولو لارې چارې راولټولې: (( طالبان تېرو پوځي، استخباراتي او سياسي حالاتو دومره حكاك كړي چې د ډېر ډاډ با وجود هم د ملا برادر  ليدو ته ورنغلل، اوس پاكستان ملا برادر غيب كړى او وايي چې هغه له خبرو اترو انكار كوي،  د پاكستان دوه مخي دلته واضحه ده. دا هېواد هم دا ښيي چې په افغان سوله كې مرسته كوي او له بل اړخه د سولې لپاره د اماده شوي طالب مشر د ملامتولو لارې هم لټوي.))

جواد زياتوي: (( په دې برخه كې ملا برادر انكار نه دى كړى، كه يې كړى هم وي، هغه د اى اس اى په ولكه كې دى، هغه به ونه غواړي چې د پردي هېواد د استخباراتي شبكې د غړو په حضور كې له طالب رهبرۍ سره د سولې د خبرو اترو مسئله رابرسېره كړي، ځكه اى اس اى همدا مسئله ځانته روښانه كول او د سوله خوښو طالبانو په نښه كول غواړي. خو ملا برادر به هيڅكله داسې كار ونه كړي چې د خپل هېواد په تاوان او د پاكستان د استخباراتو په ګټه وي.))

خو سياسي شنونكى او ژورنالیست حسیب الله عصیم بيا د ملابرادر د راخوشې كېدو كيسه مازې د پاكستان لخوا يوه ډرامه بولي او زياتوي چې پاكستان ملا برادر اوس هم په خپله ولكه كې ساتلى، خو اوازه يې اچولې چې ګواكې هغه يې بشپړ ازاد كړى دى: (( سمه ده برادر اخوند خو له زندانه راووت، د هغه وضعيت په زندان كې د اندېښنې وړ و، كېداى شواى چې برادر په زندان كې مړ شوى واى، په دې كې پاكستان نړيوالې ټولنې ته هم پړ راتلو، مګر اوس يې چې راخوشې كړى بيا هم د هغوى تر نظر لاندې دى، پاكستان غواړي، برادر ته بشپړه ازادي ور نه كړي، بلكې په دې ډول د افغان سولې خبرې اترې په تعليق كې واچوي.))

نوموړى وړاندې وايي، اوس كه افغان حکومت او امریکا غواړي چې د افغان سولې پروسه په رښتيني توګه عملي بڼه خپله کړي، په کار ده چې لومړی پر پاکستان له خوشباوریو تېر شي او ورسره د دې پروسې په خاطر پر پاکستان جدي فشار وارد کړي: ((ګني زما په نظر پاكستان په واقعي موډ كې نه دى، زه وايم یوازې د پاکستان پر موقتي هڅو او کړنو خوشباوري د افغانستان قضيه نوره هم د بحران او پېچلتیا خوا ته بیايي، ځكه دا اوسنۍ معامله د پاكستان لخوا د افغان ولس لپاره د سولې د خبرو د تعليق هڅه ده، نه د سولې په راوستو كې مرسته.))

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA