ads

له انقلابه د مشرې انا خاطرې

((هی زویه! زموږ د بدمرغې ورځ به کله ختمیږي، ټولې دښتې په شهيدانو، زخمیانو ډکې وې، هغه شپه راته د هېرېدو نه ده، د څوارلسمې سپوږمې وه، اسمان تورو کارغانو او ځمکه د روسانو ټانکونو په سر اخستې وه.))مشره انا چې په کلي کې به ورته ځينې کسانو “انا، ابه ناوې” او ځینې نورو به […]

نویسنده: The Killid Group
16 تله 1392
له انقلابه د مشرې انا خاطرې

((هی زویه! زموږ د بدمرغې ورځ به کله ختمیږي، ټولې دښتې په شهيدانو، زخمیانو ډکې وې، هغه شپه راته د هېرېدو نه ده، د څوارلسمې سپوږمې وه، اسمان تورو کارغانو او ځمکه د روسانو ټانکونو په سر اخستې وه.))
مشره انا چې په کلي کې به ورته ځينې کسانو “انا، ابه ناوې” او ځینې نورو به ورته “مشره ادې” ویل، اوس یې د زمانې ناخوالو پرمخ ګڼې لیکې پرېښې وې، د مخ ګونځې یې داسې وې، لکه د خپل دور ټول تاریخ يې چې پرې لیکل شوی وي، هغې په کلي د را پرېوتې بدمرغۍ په یاد د خپلو پخوانیو غمونو یاد هم تازه کړ.
په دې ټپه او اوږده شپه کې چې کلی یې پوښلی و، د تېرې شپې وېره او ترهه په هر کور خوره وه، چا به د کلیوال کوچني زامن یادول او چا به د هغه ښځه او لوڼې، په همدې کې “انا” هم زنګېده او فکرمنه ښکارېده، له سترګو يې اوښکو د ګریوانه لار نیوه چې پرمخ يې خپل خیشته لاسونه را کاږل او خپلې اوښکې يې پاکې کړې.
د انا مشر لمسی چې پر انا یې هم خبره دومره بده نه لګېده، د ډاډ او مجلس بدلولو هڅه وکړه او ويې ویل: (( انا دا کیسې خو په ژوند کې راځي، بیا زموږ افغانانو خو ټول عمرونه په همدې حالاتو کې تېر شول، په کوم یوه به وژاړو؟))

خو انا د موضوع بدلولو پر ځای همدغه موضوع ټینګه ونیوه، د زړه له تله یې بړاس وایست: (( هی زویه! زه خو په همدې اوږده بد مرغۍ ژاړم، کله به هم زموږ دا تیاره ورځ ختمه شي، یو وارې ورسیان (روسان) وو، بيا مو خپلو خلکو میراث مړي ټوپک واخستل، پر یو بل يې زړونه یخ کړل او بیا دا دی، امریکایان راغلل او چې څه یې زړه وغواړي، هماغه کوي.))
په مجلس کې ناستو کسانو د امریکا او ناټو ځواکونو هوايي حملې په خپلو سترګو لیدلې وې، خو د روسانو د وخت کیسې اورېدل هم ورته په زړه پورې وو، کوم چا له انا وپوښتل: (( انا روسان څنګه راغلل، هغوی ډېر ظلمونه وکړل؟))
مشره ادې د وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ ده او پر کلي د امریکايي ځواکونو د بمبار هغه کتاب پرانستی و چې پر لویانو او ماشومانو يې وېره او ترهه خپره کړې وه، انا د دغې شپې د دردونکې پېښې د هیرولو په نیت د څوکلونو پخوانیو بدمرغیو کتاب پرانست، د روسي یرغل له سرلیک نه یې پیل وکړ او د پوښتنې په ځواب کې يې جغتو ولسوالۍ ته د روسي سرو لښکرو د راتګ لومړنۍ کیسه داسې پیل کړه: (( نوره خبره نه یم، خو اول وار چې قوه د ولبیدین (ولی الدین) پر غاښي را واوښته، نو … کلي ته ولاړه، له ټولو کلیو نه خلک جنګ ته ورغلل، ډېر سخت جنګ ورباندې وشو، ډېر خلک په کې شهیدان شول او ډېرو نور غرونو ته وتښتېدل.))
د انا په وینا تر لومړني مقاومت وروسته، هر لوري ته د مجاهدینو له لوري پیغامونه خپاره شول چې خلک دې کلي پرېږدي، په غرونو، ځنګلونو او غرنیو سمڅو کې دې ځانونه خوندي کړي: (( بس قیامت وا، قیامت! کور او کالي خو په ځای پرېږده چې په ډېرو خلکو يې اولادونه هم درانده شول او نر هماغه و چې ځان او خپله کورنۍ تر غرونو ورسوي.))
په مجلس کې ناست ټول کسان مشرې ادې ته غوږ و او هغې هم خپله کیسې داسې وغځوله: (( په یوازې ځان مې د خوراک څښاک ځینې شیان په غوايي بار کړل، دوې ګردنۍ او دوه کلاشینکوفونو مې غاړې ته اچولي و، غوایی مې تر جلب نیولی او له کلیوالو سره یو ځای د غره په لوري روان و، په لاره کې د کلي د یوې بې وزله او بې کسه کورنۍ یو ماشوم هم را د غاړې شو، مور یې ناروغه وه، له دې کبله چې د ماشوم له غمه خلاصه شي، ماشوم یې ماته را پرېښود او خپله یې ځان ورک کړ.))
انا په کلي کې په مجلس مشهوره وه، له ماشوم، ځوان، زاړه، نر او ښځې سره یې ښه په خوند مجلس کولی شو، په دې شپه یې هم نه هېرېدونکی ظلم نږدې د هیرولو تر پولو رسولی و، له ډکې پیالې یې غړپ وکړ او زیاته یې کړه: (( ښځې او ماشومان ټول غرونو ته کډه شول، کمزوري او ناروغانو نږدې ځنګله ته لاړ او ځوانان له خپلو وسلو سره ډلې ډلې په کمینونو کې کیناستل چې ډېر یې د هغوی تر ټانکونو لاندې شول، زه خپله هم یو ځای کې ورسره مخ شوم، ټانک یې په ما راوست، خو موږ یوه کور ته پناه یوړه او تر خلاص شو.))
د مېړانې، ظلم او مظلومیت تر یادونو، په غره کې د لوږې، تندې او ستړیا له دردونو وروسته انا له غره نه د بېرته راستنېدو د غمجن څپرکي پاڼه پرانسته: (( تر څو شپو وروسته قوه په کلیو او درو کې تېره شوه، ډېر غیبي جنګونه ورباندې وشول او موږ هم له سختو اندېښنو سره د کلیو په لور وخوځېدو، هرځای په لارو او دښتو کې مړي او زخمیانو پراته و، نږدې ماښام مهال کلي ته ورسېدو، د هېچا د مرګ ځای معلوم نه و، ډېر ځوانان يې له ځانه سره بېولي، په دښتو او غرونو کې يې ووژل.))
د انا په وینا نږدې ماسخوتن مهال يې کشر زوی چې له مرګه خلاص شوی و، کورته ور ورسېد او د روسي پوځ په منګولو کې د خپل مشر ورور له کېښوتو نه يې خبر کړل: (( هغوی له وسلو سره یوځای نیولي وو، خو دا یو ځکه راخلاص شوی و چې لا ماشوم و.))
هغې پر همدې ځای خپلې اوښکې پاکې او خپل زوی ته یې د لا ډېر عمر دعا وکړه او بیا یې وویل: (( دا یو غم نه و، په هر کور همدا حال و، نیمه شپه په دې تمه بام ته وختم چې که هغه له کوم لوري راښکاره شي، په ډېرو وړاندې کلیو کې د هغو د ټانکونو څراغونه ښکارېدل او د سپوږمې په رڼا کې اسمان کارغانو په سر اخستی و.))
هغه وايي چې تر ځنډه يې د کلي شاوخوا لارې څارلې او په همدې ځنډ کې ورته له کلي نه په لږ ارت واټن کې یو تور شی ښکاره شول چې په عجیبو حرکاتو د کلي په لور را روان وو: ((ترځنډه مې ورته کتل، د بدن وینه مې وچه شوه، خو وروسته پوه شوم چې کوم څوک ټپی شوی او په لوی عذاب کې دی.))
انا په بیړه له بام نه راښکته کیږي او له دې کبله چې په کلي کې څوک نشته، خپله د هغو په لور روانیږي او ځان ور رسوي: (( لږ چې ور نږدې شوم، غږ مې ورباندې وکړ، څوک يې؟))
د انا په وینا چې له هغه لوري نه یې د ټپي کلیوال کمزوری غږ واورېد: (( زه یم، ابه ناوې، بمبار یې راباندې وکړ، پښه مې غوڅه ده، د خدای پار دی، څوک را خبر کړه.))
تر پېژندلو وروسته په بیړه د کلي په لور ځي، خو کلي ته په رسېدو، له یوې بلې دردونکې پېښې سره مخ کیږي، هلته د کلي په منځ کې څو سپین ږيري نوي له کومې خوا رارسېدلي و او په ځنګله کې يې د ګڼو ښځو او ماشومانو د وژلو کېدو خبر راوړی و: ((ما ورته د ټپي په اړه خبر ورکړ، خو له هغوی نه یوه په ستړي او ستومانه غږ وویل، ابه ناوې د خدای د پاره دا څه حال دی، څوک هم ژوندي پاتې او کنه؟، له ډېره درده په ځمکه کیناست او په سلګو سلګو یې وژړل.))
د هغه په دې حالت سره انا هم پوهیږي چې تر دې هم لویه ټکه (تندر) را پرېوتې ده، له همدې  کبله پوښتنه کوي: ((خدای دې خیر کوي، خيرت خو به وي، څه خبره ده؟))
په ولاړو کسانو کې یو تن د هغو ماشومانو او ښځو په اړه معلومات ورکوي چې په ځنګله کې وژل شوي وو، له دې سره انا د زړه له تله اسویلی وایست او مجلس ته په خطاب یې وویل: ((هی هی، زويه! ځمکه سور اور ګرځېدلې وه، په هغه ځنګله کې ډېر تي خوره ماشومان د خپلو میندو په سینو کباب شوي وو او ترې بېل نه شول.))
انا وايي یو خوا شهیدان او بلخوا ټپیان و، خو د ټپیانو د ژغورلو په هدف دا شپه شهیدان همالته په دښتو او ځڼګلونو کې پاتې شول: ((ایله مو دومره وکړل چې پر زخمیانو پټۍ ولګوو، شهیدان مو سبا ته راټول کړل او په خاورو مو وسپارل.))
هغه زیاتوي چې د ټپیانو له ډلې څخه یو هم سیدالرحمن و چې په هماغه شپه يې دا مرستې ته ور رسېدلې وه: (( موږ سیدالرحمن کلي ته راوړ، پټۍ مو پرې ولګولې او خدای جوړ کړ.))
انا دلته د تقدیر خبره وکړه او ويې ویل: (( مرګ تر خپل ټاکلی وخت نه مخکې او وروسته نه کیږي، په سیدالرحمن روسانو بمبار وکړ، خو هغه وخت یې تقدیر پوره نه و، ژوندی پاتې شو، اوس چې یې وخت پوره شو، د امریکایانو په بمبار کې شهید شو.))
درنو لوستونکو، د کلي مشره ادې چې شاوخوا ۸۰ کلونه عمر لري، دغه کیسه د سیدالرحمن د وژل کېدو په تړوا وکړه چې شاوخوا دوه کاله  وړاندې د بهرنیو ځواکونو په بمبار کې، په داسې حال کې وژل شوی و چې په خپل پټي يې اوبه لګولې. د انا په وینا، سیدالرحمن د معلولیت تر کلونو کلونو سختیو او خواریو ګاللو وروسته، د امریکایانو په بمبار کې مړ شو او د هغه په مړینه، په دې کورنۍ کې، د آرامۍ او هوساینې په تمه ژوند، د نا امیدۍ په یقین واوښت.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA