انتقالی عدالت

1065
۱۶ تله ۱۳۹۲

په دیګ بخار کې یې پلچرخي ته یوړو


((کله به چې بنديان پلچرخي زندان ته انتقالېدل، نو د زندان ساتونكو به ويل، پلانى سړى ديګ بخار ته واچوئ… هېڅ کړکۍ یې نه لرله، فقط یوه دروازه یې یې وه، همدې ته یې دیګ بخار ویل.))
دا د انجنير عوض علي وفا وینا ده، نوموړی هغه څوك دى چې د زرګونه بېګناه زندانيانو په څېر ده هم څلور كلونه د صدارت په نظارتخانه او د پلچرخي په زندان كې د مرګ په تمه تېر كړې دي.
نوموړی د كمونېسټي رژيم د امنيتي ډلو داسې بدې خاطرې او شكنجې په زړه لري چې په يادولو يې هم تبه او لړزه پرې راځي. د عوض علي د زندان او بند ترخې شپې ورځې نورو ته هم دردوونكې دي او د ډېرو هغو وګړو د ژوند ترخه په كې پټ دي، چې چاته يې تر اوسه د ويلو جرئت هم نه دى كړى، بلكې دا هر څه يې په زړه د ناويلو داستانونو په توګه د صبر د تعويذ غوندې نقش او پټ ساتلي دي.
عوض علي وايي، د ببرك كارمل د حكومت پر مهال د ۱۳۶۲ كال  په يوه توره شپه نږدې درې بجې، د خاد نفرو ونيو او پټې سترګې يې د داسې نامعلومه زندان په لور يووړ چې هلته ساه ګانې هم د وحشت له ويرې په ډېره سختۍ اخستل كېدې.

نوموړى د هغې شپې لړزوونكې كيسه په ډېره سختۍ راپه زړه كوي او وايي: (( د عقرب اتمه نېټه وه، خوب مې بيخي ورك و، ګورم چې د بام پر سر د چا د پښو ښكالو تر غوږو كېږي، د خاد كسانو زموږ ټوله كوڅه محاصره كړې او زما د كور په بامونو ګرځېدل، اخر راكېوتل او زه يې هم په زوره له جهادي ډلو سره د لاس لرلو په تور له خپلې خونې وويستم.))
عوض علي په دغه شپه د صدارت نظارتخانې ته يوړل شو، داسې نظارتخانې ته چې په ورتلو يې د هرچا حواس ور لړزول، فكر كېده چې اوس به دلته دا پورته اسمان راپرېوځي او يا به هم دا ځمكه ناڅاپي اور واخلي او بل مخې به واوړي، خو داسې نه وه، هر بندي كه هر څومره له شكنجو چغې وهلې، نو يوازې له دېوالونو پرته بل چا نه اورېدلې، د دې نظارتخانې دېوالونه هم دومره لاپروا اموخته شوي وو چې د چا د فرياد انګازه يې هم بېرته د هغه پر مخ نه ور ويشتله: (( دوهم منزل ته يې وخېژولم، د هرې خونې په دروازه ليكل شوي وو(تحقيق جريان دارد)، زه يې هم د داسې يوې خونې مېلمه كړم چې يوازې د مستنطق لپاره يوه چوكۍ په كې پرته وه، له دې وروسته زما مېلمستيا، سوكانو، لغتو، قمچينو، برقي شاټونو او په هغه شيانو وشوه چې له زندان بهر نړۍ يې د وحشت نښه بولي.))
د دې شپې په سهار او تر لمر څرك وروسته د عوض علي لپاره د جسماني سزا تر څنګ د ذهني سزا په وركولو كې هم ځنډ او خنډ رانغى، بلكې په لومړي ځل يې ورته وويل، له تا وروسته ستا ورور هم دلته راوړل شوى، كه ته حال نه وايې، هغه به يې ووايي او كه هغه حال نه وايي، بيا ته مجبور يې چې د خپل ورور د ژغورلو لپاره خپل جرم تاييد كړې، عوض علي ته يې د ژوند دا شيبې هم ښې ور په ياد دي: (( د يوې كوټې مخې ته يې يوړم، دوازه بنده وه او زما د ورور چغې مې تر غوږو شوې، نور يې پرېنښودم او ويل يې چې دا دې د ورور حال دى، له دې وروسته يې دوه شپې او ورځې په دهلېز كې نېغ ودرولم، خوب ته يې نه پرېښودم او نه يې هم په سزا كې رحم راباندې وكړ.))
د عوض علي وفا په خبره، د صدارت په نظارت خانه كې د رحم نوم هيچا نه پېژانده، بلكې مستنطق به راغى او نېغ به يې د بندي په سترګو ګوتې ور ومنډلې، په عسكري بوټانو به يې بندي په لغتو ضعف وكړ، كه خوب به ورغى بيا به يې برقي شاټونه وركول: (( هر مستنطق له ځانه سره ځانګړې سزا او د اقرار اخستلو تاكتيك درلود، بنديانو ته كنځلې، دين ته كنځلې دا هر څه په كې وو، كله كله به د شپې لخوا د ښځو او نجونو بنديانو چغې هم خلكو اورېدلې.))
هغه وخت د صدارت په نظارتخانه كې بنديان په دوو ځايونو كې ساتل كېدل، يوه برخه يې د بلاكونو وه او دا ځاى تازه جوړ شوى و، بله برخه بيا داسې ځاى و چې د يوه چټل سراى ګومان پرې كېدلى شو، څلورو خواو ته يې تنګې او تياره خونې وې او هېڅ وخت له بنديانو خالي پاتې نه شو: (( حق ناحق، ګناهګار او بې ګناه نه و معلوم، خو هر سړى بندي و، په ۲۴ ساعتونو كې مو دوه ځله د تشناب اجازه لرله، په ۱۵ ورځو كې يو ځل له پايوازانو سره د ليدو اجازه وه، يو وار دومره بنديان راوستل شول چې زما په څلورم نمبر خونه كې ۳۲ تنه واچول شول.))
نوموړى وړاندې وايي: (( زما خونې ۲۴ متره مربع پراخوالى درلود، موږ ۳۲ كسانو هلته د خوب هيڅ موقع نه لرله، كړكۍ يې هم وړې او له بهر څخه په قوي وسپنيزو څادرونو پوښل شوې وې، رڼا په كې بيخي نه راننوتله، اكثره به د خلكو ساه په كې بنده شوه او ضعف به يې وكړ.))
په دغه زندان كې بنديانو ته د خپلوانو لخوا د خوراكي شيانو د راوړلو اجازه هم نه وه، يوازې د جامو راوړلو اجازه ورته ځكه وه چې د عوض علي په خبره دولت له دې مصرفه ځان خلاصاوه.
هغه ته دا هم ياد دي چې كله به بندي د پلچرخي زندان ته انتقالېده، نو د زندان ساتونكو به ويل، پلانى سړى ديګ بخار ته واچوئ: (( بس له دې وروسته به يې يو ډول اوږدو موټرو كې خلك واچول چې هيڅ كړكۍ به يې نه لرله بلكې يوه دروازه يې وه، دې ته يې ديګ بخار ويل، موږ يې هم په دغه ډول موټر كې يوړو.))
پلچرخي زندان ته په رسېدو، د عوض علي او نورو بنديانو حال له پخوا هم بدتر شو، دوى په دغه زندان كې د خاد بلاكونو (لومړى او دوهم) ته يوړل شول، په دغه بلاك كې هر بندي نږدې ۶ مياشتې د محاكمې د انتظار لپاره ساتل كېده او په دغه موده كې به هم بې مورده پوښتنې ترې كېدلې: (( محكمه به چې دايره شوه، نو هسې نمايشي به وه، نه به مدافع وكيل و او نه هم د مجرم غږ اورېدل كېده، بلكې هر څه د خاد په خوښه روان وو، هم يې سړى خنداوه او هم يې ژړا راوستله.))

په همدې خندا او ژړا كې پر عوض علي د بخت هغه ورځ هم راوګرځېده چې دى په كې د نمايشي محكمې لپاره وړل كېده، هغه وايي په دې ورځ يې پوره چمتووالى نيولى و څو له خپله ځانه دفاع وكړي، خو كله چې محكمې ته حاضر شو، نو پر چوكۍ ناست قاضي د ده خبرو ته خوب وړى و: (( ما خپل سپيناوى كاوه او هغه خوبوړى و، زما له خبرو څلور پنځه دقيقې وروسته راويښ شو، پوهېدم چې هيڅ يې وانه ورېدل، خو ماته يې وويل (خلاص شد بنشين!))
له دې وروسته عوض علي كېناست او فكر يې كاوه چې اوس به يې په اړه پرېكړه هم اعلان شي، مګر داسې ونه شوه، هغه له محكمې هماغسې په زولنو كې وويستل شو او د پرېكړې د اعلان لپاره يې ورته څلور مياشتې وخت وركړ.
انجنير عوض علي وايي، له محكمې وروسته يې د پنځم او شپږم بلاك پر لوري يووړ او هلته يې پوليسو ته وسپاره، خو هلته هم ارام ژوند نه و، بلكې پوليسو به جوپې جوپې بنديان په موټرو كې وړل، په پليګون كې به يې وژل او بيا به يې په ډله ييزو قبرونو كې ښخول: (( زه يې له محكمې وروسته د همدې بلاكونو څنګ كې ۳نمبر څلور منزله بلاك ته يوړم، په اولو ورځو كې مې دلته ټول هغه كسان ليدل چې د اعدام امر پرې شوى و، ښه مې ليدل چې يو نفر به يې په درې نفرو وويست او بيا به د هغه له وژلو وروسته په بل پسې راغلل.))
نوموړى وايي، له دغه بلاك څخه به د شپې دوه ځله د بنديانو موټر ډكېدل او بيا به يې هغوى ژوندي په پليګون كې ښخول: (( بيا يې څلورم بلاك ته يوړم، دا ځاى په شانزدا بيست مشهور و، دلته د سياسي احزابو خلك ډېر وو، دلته به اكثره اعتصابونه كېدل او ويل به يې چې له بنديانو سره غير انساني سلوك كېږي.))
عوض علي وايي، يوازې په دغه بلاك كې يو څه د زړه سكون ور په برخه شو، ځكه كه سزاګانې ډېرې وې، نو اكثره بنديانو به كتابونه لرل او ده به هم ورسره مطالعه كوله: (( دلته ټول د پوهنتون استادان، روشن فكران اوعالمان بنديان وو، ټولو اسلامي مطالعه كوله او قران كريم به مو لوست، سپورت او علمي بحثونه هم وو.))
خو دلته هم فضا تر ډېره ارامه پاتې نه شوه، د عوض علي په خبره يوه شپه داسې هم راغله چې يو شمېر كسان په دې بلاك راننوتل، څو له خلكو څخه ديني كتابونه او د مطالعې ټول شيان راټول كړي: (( ټولو ويل چې موږ د همدې كتابونو او قران لپاره زندان قبول كړى، په هيڅ صورت به دا تاسو ته ونه سپارو، اخر د زندان رئيس راغى ويل يې موږ ستاسو له قران كريم سره كار نه لرو، خو تاسې ځينې دولت ضد كتابونه دلته راوړي دي، اخر زموږ له احتجاج وروسته هغوى هم له دې كاره تېر شول.))
عوض علي وايي، په دغه زندان كې د بنديانو اعاشه هم له سټندرډ خلاف او د خوړلو وړ نه وه، ځكه يو وخت داسې هم راغى چې يوازې په سياسي بلاكونو كې ۱۰ زره كسان بنديان وو او د دوى لپاره د خوړو برابرول د حكومت له توانه وتلې خبره وه: (( د ګازرو ښوروا، د بانجانو ښوروا، د كدو او پالكو ښوروا زموږ خواړه وو، له دې ها خوا هيڅ نه وو.))
په دې سختو تكليفونو كې اخر هم د عوض علي د زندان موده څلورو كلونو ته ورسېده، په دې وختونو كې د ډاكټر نجيب الله حكومت رامنځته شوى و او هغه د ملي روغې جوړې لاره ونيوه، له دې كبله يې د ټولو بنديانو د خوشې كولو او عسكري قشلې ته جبرا د معرفي كولو امر وركړ، خو عوض علي وايي، له لږې مودې عسكري خدمت وروسته په دې بريالى شو چې كور ته وتښتي او په حكومت كې د خپل لا بد سرنوشت څخه ځان وژغوري.

 

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *