انتقالی عدالت

986
۱۶ تله ۱۳۹۲

قبر به يې چېرته وي


(( د سبا سترګه تازه لګېدلې وه چې د طالبانو اړوند كسان راغلل، زما شل كلن زوى يې رانه له كوره وويست او له ځانه سره يې يووړ، په دې تمه وم چې بېرته به يې راخوشې كړي، خو زوی مې بيا تر ننه راونه ګرځېد، خلكو راته ويل چې هغه به يې ډېر پخوا لا وژلى وي، خو زه وايم كاشكې چې قبر خو یې راته معلوم واى، نو زړه به مې لږ لګېدلى او دمه شوی وای.))
دا د باميانو ولایت د یوې اوسېدونكې ۷۰ كلنې ګل بي بي د ژوند كيسې د تريخ باب څو هغه مهم سر ټكي دي چې له ۱۵ كلونو راهيسې يې له ډېره درده په خپل زړه د وينو په نقش ساتلي دي.
د افغانستان د ۳۵ كلنې جګړې په ترڅ كې كه له يوې خوا د كمونېستي رژيم له لوري يو شمېر بې ګناه خلك د اجل خوراك شول، له بلې خوا تنظيمي جګړو او ورپسې د طالبانو او د تنظیمي پاتې شونو جګړو په خلکو چپه مېچنې وګرځولې وه.
له ۱۳۷۱ د ۱۳۷۳ کال تر وروستیو چې کابل د سختو تنظیمي جګړو شاهد و، یو ناڅاپه طالبانو سرونه راهسک کړل. طالبان هغه مهال په ظاهره د تنظيمي واكمنيو د ړنګولو په خاطر راپورته شوي وو، دوى خپل نظامي خوځښت له كندهار ولايت څخه راپيل او په لږه موده كې يې د خلکو په ملاتړ چې له تنظیمي وېشلو پاچاهیو په تنګ شوي وو، ملوك الطوايف قومندانان یې مات، ټول کندهار یې ونیو او نورو ولايتونو ته یې مخه كړه.

د ۱۳۷۵ کال د میزان ۶مه وه چې طالبان په كابل راننوتل او له دې سره جوخت يې له درنو تلفاتو سره په شمالي ولايتونو كې د سترو جنګي قومندانانو پر خلاف د جګړې محاذ پرانست، په همدې ترڅ كې يې په ۱۳۷۷ لمریز كال باميان ولايت له حزب وحدت او د شمال له نورو ملاتو ځواکونو څخه د يوې قوي محاصرې په نتيجه كې ونيو او د حزب وحدت جنګي ډله يې د غرونو په لور شا تګ ته اړ كړه.
په دې جګړه كې اكثره بې ګناه او ملكي خلك هم د حالاتو د جبر د ژرندې په پل دل شول، ډېرو په كې خپلې كورنۍ، خپلوان او د ځيګر ټوټې اولادونه له لاسه وركړل، دوى به يا بې ګناه وو او يا به د ښكېلو غاړو طرف نيولو له دا ډول انجام سره مخامخول او په نتيجه كې به يو ستر بشري ناورين رامنځته شو.
په باميانو كې د ۱۳۷۷ كال د جګړې له قربانيانو څخه يوه هم ګل بي بي ده، د هغې د شل كلن زوى د تري تم کېدو كيسه له همدې ځایه پېلېږي.
که څه هم د هېواد د نورو سیمو په څېر د تېرې ۳۵ کلنې جګړې په ترڅ کې د واکمنو رژیمو ډېرې ناکردې او داستانونه د خلکو په سينه كې محفوظ او ثبت پاتې دي، خو ۷۰ كلنه ګل بي بي بيا لا تر اوسه كله اوښكې تويوي او كله په دې اميد شپې سبا كوي چې ګواكې كله خو به وي چې د خپل زوى مړی، ژوندی او یا قبر پيدا كړي.
دا بوډۍ مور وايي، د خداى تعالى په دې درسته نړۍ كې يې همدا ایکي يو زوى او د  حلالې روزۍ د ګټلو وسيله لرله او هغه هم وسله والو په هغه لوري يووړ چې تر اوسه هېڅوك نه دي ترې راګرځېدلي: (( په دغو وختونو كې( ۱۳۷۷) په باميانو كې سخته او خونړۍ جګړه روانه وه، ټول كورونه محاصره وو، زما يو زوى د همدې جګړې قرباني او وسله والو له ځانه سره په نامعلوم لوري يووړ.))
هغه وايي، په باميانو كې د حزب وحدت د جبهې تر ناكامۍ او د طالبانو تر بريا وروسته حالات نور هم ترينګلي شول او هر سړى په دې ډارېده چې خداى مه كړه د جګړه مارو سزا دوى ته چېرته ورنه كړل شي: ((حزب وحدت وتښتېده، د هغوى تر كنټرول لاندې سيمې طالبانو ته په لاس ورغلې، هغوى د حزب وحدت په جنګيالو پسې ګرځېدل، خو نه پوهېږم زما زوى چا او په كومه ګناه كې راڅخه يووړ.))
د ګل بي بي په خبره  په هغو وختونو كې هر سړي سره د خپل سر د ساتلو غم او فكر و، اكثره به چريكې بريدونه او حملې كېدلې چې ضرر به يې عامو خلكو ته ډېر متوجه و، خلكو هم امن ځايونو ته د ځانونو د ايستلو هڅه كوله، خو دوى داسې ځاى لا نه و پيدا كړى چې د جګړې له زوره په كې د ارام غېږې ته پناه وروړي: ((موږ دومره پيسې هم نه لرلې او نه دومره امكانات راسره وو چې وتښتو، زوى مې له دې منع كړى و چې له كوره بهر ووځي او يا له ملګرو سره خبرې وكړي.))
دا ځكه چې ګل بي بي په دې پوهېده چې د جګړې په ډګر كې ښكېلو غاړو څخه به يوه يا بله ډله خامخا د دې زوى ته ضرر او نقصان ورسوي، خو خبره نه وه چې د زوى مرګ به يې د دوى تر درشله ورپسې رارسېږي: (( يوه زه، يوه مې لور، يو مې مېړه او همدا زوى مې په انګړ كې سهار مهال چايو ته ناست وو، د دروازې ټك ټك شو، ما ويل خدايه خير كړې چې په دې شين سهار څوك راپيدا شول، ناڅاپه مې زوى دروازې ته ګامونه پورته كړل، ما ويل راستون شه زه به ورشم، خو هغه راته ويل، ځه خداى دې خير كړي، كېداى شي ګاونډيانو دروازه راټكولې وي، زوى مو په زور راونيو او كوټه كې مو بند كړ، خو  دروازه تر ډېره همداسې ټكېدله.))
څو شيبې وروسته د ګل بي بي د كور دروازه خداى زده چا خلاصه كړه، مګر دوى هغه وخت ورته حيران پاتې شول چې مخامخ ورته په وسله وال کسان ولاړ وو او د كور تالاشي يې غوښته: (( دا په طالبانو پورې تړلي خلك وو، موږ ورته ډېر وويل دې كور كې څوك نه شته، خو هغوى له كوټې څخه زما زوى راوويست او له كوم سوال او ځواب پرته يې لاس نيولى له كوره وويست.))
په دغه سهار ګل بي بي طالبانو ته ډېرې زارۍ او سوالونه وكړل چې زوى ته يې هېڅ ونه وايي او له ځانه سره يې روان نه كړي، مګر د مقابل لوري وسله وال دومره په زړه سخت وو چې د يوې التجا ځواب يې هم مناسب نه ګاڼه او زوى يې ترې له كوره روان كړ: (( زموږ له كورنۍ څخه په چا كې هم دا جرئت نه و چې له دوی سره دليل ووايي او زما زوى ترې راخوشې كړي، ما يوازې په چغو او ژړا خپل ساعت تېر كړ او مېړه مې له ډېره غمه دېوال ته تكيه ووهله، په دې اميد چې پر زوى به يې كومه ګناه او سزا ونه خېژي او بېرته يې كېداى شي راخوشې كړي.))
كله چې ټول راپه خود شول، نو ګل بي بي خپل مېړه ته وويل، بايد د زوى د پوښتنې لپاره د طالبانو قومندان ته ورشي، هغه هم تر يوه ځايه په همدې تكل ولاړ، مګر بيا بېرته خداى زده په څه خاطر له لارې راګرځېدلى و: (( ما به هر ماښام د كور په دروازه كې سترګې ښخې كړې وې چې شايد زوى مې راوګرځي، خو داسې ونه شول، خلكو راته ويل زوى به دې په هماغه ورځ وژل شوى وي.))
له دې ورځې وروسته ګل بي بي هېڅكله خپل يوازنى او نازولى زوى د سر په سترګو ونه ليد او نه هم په كومه امنيتي حوزه كې ورته د زوى د لاس نښې په لاس ورغلې: (( موږ ويل شايد قبر يې پيدا كړو، خو هغه هم ونه شوه، له دې وروسته مې مېړه هم په زړه مات شو، د كور له ګټې وټې يې لاس وخوت او كال به لا تېر نه و چې په خپل زوى پسې د خپګان له كبله سخت ناروغه او بالاخره وفات شو.))
له دې بل لوى غم سره جوخت ګل بي بي ته د كور ګټه وټه لازمي ورتر غاړې شوه، وړه لور يې په كور ورته ناسته وه او دا هم نه پوهېده چې د خپلې لوږې د وژلو لپاره څه كار او روزګار وكړي؟ دا مېرمن له دې تېرو ۱۵ كلونو راهیسې په خپل كور كې د بې وزلۍ له ژوند سره لاس او ګريوان ده او له اوسني حكومت هم ګيله كوي چې تر اوسه يې د يوې فقيري كورنۍ په توګه يوه افغانۍ مرسته هم ورسره نه ده كړې: (( موږ ته بايد د معلولينو او شهيدانو ادارو مرستې راكولى، خو تر اوسه چا يوه دانه غنم هم د خداى په نامه نه دي راكړي، لور مې پردۍ جامې ګنډي او خپله لوږه پرې وژنو، خوښي نه لرو او نه هم اختر لرو، زه اوس په دې فكر كې يم چې لور مې كه راڅخه واده شي، بيا به څه ډول د احتياج شپې تېروم.))
د یادونې وړ ده چې طالبانو د ۲۰۰۱ میلادي کال د مارچ په میاشت کې د بودا دوه مجسمې هم چې له درېیمې پیړۍ په میراتې پاتې وې او په شلمه پېړۍ کې د زیاتو اروپایانو په راجلبولو افغانستان د سیلانیانو په تم ځای بدل کړی و، د یوې فتوا په صادرولو له منځه یوړې.

 

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *