انتقالی عدالت

790
۱۶ تله ۱۳۹۲

د یوه تري تم شوي په تمه


((يو زوى مې تری تم شو، نه مې په محبسونو كې پيدا كړ او نه مې په نظارتخانو كې، زه لا په دې غم اخته وم چې بل زوى راته روسانو زما د سترګو پر وړاندې شهيد كړ.))
د ژوند د كيسې دا دريڅه په كوز كونړ كې د يو پخواني مامور امام الدين د ترخو خاطرو په اړه درته پرانيزو، نوموړى دا مهال د پخوا په شان دولتي ماموريت نه لري، بلكې د ۷۰ كلنۍ په درشل ناست او د كور كلي بزګري كوي.
نوموړی وايي په ۱۳۵۸ كال د پروان په بګرام ولسوالۍ كې د نساجۍ فابريكې اجير مامور ګمارل شوى و، دا به يې ايله د پخې ځوانۍ شپې وې چې د ۱۳۶۲ كال د كب مياشتې په يو سوړ سهار يې خپل زوى د بګرام هوايي اډې په دروازه كې داسې څه وليدل چې سترګو يې باور نه كاوه: ((هملته مې يو كرايي كور هم نيولى و، يو سهار ګورم چې زما مشر زوى صلاح الدين كراچۍ راروانه كړې ده، په حيرانتيا مې ويل زويه دلته څه كوې؟ هغه ځواب راكړ زه خو دلته له روسانو اوړه په بيه اخلم.))

امام الدين اكا زياتوي: ((روسانو به كله كله اوړه يو څه ارزانه په خلكو پلورل، ځكه ما هم نور څه ورته ونه ويل، مګر څه خبر وم چې بيا به مې خپل زوى ونه وينم.))
له دې وروسته صلاح الدين هېڅكله كور ته راستون نه شو، امام الدين اكا هم وروسته ډېر ارمان وكړ چې كاشكې زوى يې په هماغه ورځ كور ته له ځانه سره بيولى واى، خو اوبه له ورخه تېرې وې: (( تر غرمې مې ورته پام نه و، خوغرمه مهال تشويش راته پيدا شو، كور ته مې زنګ وواهه مېرمنې مې ويل صلاح الدين په كور کې نه شته، د بګرام اډې ته پسې ولاړم، هلته يې كراچۍ ولاړه وه او زوى مې نه و، خلكو ويل هغه روسانو په جيپ كې واچاوه او له ځانه سره يې يووړ.))
له دې وروسته نو امام الدين ته خداى پېښه كړه، درګرده زندانونه او نظارتخانې يې پسې ولټولې، اخر يو روسي عسكر ورته د هغه د زوى د نښو نښانو په ښودلو وويل، پيسې برابرې كړه چې زوى دې درته راخوشې كړم، خو د تقدير خوړلي په تدبيرونو نه راستنېږي، روسى عسكر د امام الدين د زوى په راخوشې كولو كې پاتې راغى او د صلاح الدين پلار د خداى اسرې ته پاتې شو: (( د دفتر رئيس راته وويل دولت ته په دې اړه يوه عريضه وكړه،  ما همداسې وكړل، خو د بګرام هوايي اډې يو روسي مامور هم راسره مرسته ونه كړه، د وخت له صدراعظم سلطان علي كشتمند د لاس څو امرونه مې پسې راوړل، خو خلكو ويل يا يې زوى در وژلى، يا يې روسيې ته وړى او يا هم صبر وكړه كېداى شي راخوشې يې كړي.))
خو خير هر څه چې وو، امام الدين د خپل زوى سرنوشت د تقدير په لاس كې پرېښود، ځكه يوې منډې ترړې يې هم ځا ى ونه نيو، بلكې وير ځپلې كورنۍ يې يو ځل بيا د همدې كال په وروستيو كې له يوې نوې او زړه بوږنوونكې پېښې سره مخ شوه:(( د بګرام هوايي اډې څلور لارې ته څېرمه راته بل زوى هم روسانو په ډزو وويشت، غم دپاسه غم مې مېلمه شو، مېرمنه مې له ډېره غمه په سترګو ړنده شوه، يوازې يو زوى راپاتې شو، نه پوهېږم، زموږ ګناه به څه وه چې روسانو پرله پسې دوه ځله زما كورنۍ د غم په ټغر كېنوله.))
د زامنو د بېلتون له درده امام الدين ته نور خپلې دولتي دنده کې پخوانۍ علاقه پاتې نه شوه، بلكې له دې هر څه سره يې مخه ښه وكړه او بېرته د ننګرهار كوز كونړ ولسوالۍ ته كډه شو او په بزګرۍ يې لاس پورې كړ: (( كشر زوى مې اوس معلم دى، سردار محمد يې نوم دى، زه ټوله ورځ په كروندو بوخت يم، خو د مېرمنې مې هر وخت خپل ګلالي زامن يادېږي، ژاړي او ښېراوې كوي.))
نوموړى وايي، تر اوسه هم په دې باور دى چې مشر زوى يې لا هم ژوندى دى او يوه ورځ به وي چې كور ته راوګرځي، خو په خبره يې د شهيد زوى په نامه ورته دولت تر اوسه يوه افغانۍ هم نه ده وركړې.

 

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *