انتقالی عدالت

911
۱۶ تله ۱۳۹۲

د روسانو وروستى ناتار


((د ۱۳۶۷ كال د سلواغې په ۲۴مه به د سهار لمانځه وخت و، يو نيم متر واوره هم پرته وه، ناڅاپه د راكټ او بمونو اوازونه جوړ شول، زما د كور۸ غړي او  ۷ تنه د كاكا زامن يې رانه د سترګو په رپ كې د مرګ په خوب ويده كړل، په دغه ورځ د سالنګونو يو كور هم بې ويره او بې شهيده پاتې نه شو.))
كه د افغانستان هر ګوټ ته ولاړ شئ، نو خامخا به دغسې يو له درده ډك داستان واورئ، خامخا به د یوه مظلوم افغان په ګونځي ګونځي ټنډه كې دغه راز يو لړزوونكى داستان ولولئ او كه تر كاڼي سخت زړه ولرئ، هم به ځینې خلكو ته دومره وژاړئ چې اندازه به ونه لري.
د ملك شمس الدين اكا دا كيسه هم د افغانستان د غميزې د لړۍ يوه كړۍ ده، هغه هم د يوې داسې پېښې شاهد دى چې كيسې يې لا هم د يو فلم د صحنې په توګه د هغه په زړه او ذهن درانه او ژور نقوش پريښي دي.

دغه سړي له ۱۳۵۸ كال راهيسې چې روسانو پر افغانستان يرغل وكړ، ډېر دردونه وليدل، مګر له هېواده د  تېښتې او مهاجرت هيڅ نيت او اراده يې ځكه نه لرله چې دا خاوره ورته تر هر څه خوږه وه او دا يې غوره ګڼله چې كه مرګ هم وي، نو په خپله خاوره دې وي.
خو مرګ په خپله ده ته هېڅ ونه ويل، مګر دا يې د خپلې كورنۍ ۱۵ مړو او جسدونو وير ته پرېښود، ملك شمس الدين د ۱۳۶۷ كال د سلواغې په ۲۴مه ډېرې چغې وكړې، هيچا يې فرياد وانه ورېده، بلكې د ژمي د يخو واورو په كفن كې نغښتو غرونو يې هم د فرياد او ژاړه انګازې بېرته د ده تر غوږونو ور ونه شړلې.
دى اوس ۶۳ كلن سپين ږيرى دى او لا هم د پروان ولايت د سالنګ په اهنګرانو كلي كې د هماغه بمبار شوي كور په انګړه كې اوسي چې يو وخت يې د نړېدلو ديوالونو ترمنځ د ۱۵ خپلوانو مړي ورته په كې ايښي وو.
هغه وايي، د روسانو د يرغل په ورځو شپو كې دومره تكليف ور ونه رسېده،  خو له هغې نږدې لس كاله وروسته ور رسېدلى درد به يې هېڅكله هېر نه شي: (( روسان موږ ته راغلي وو چې موږ له دې لارې وځو بايد ډزې راباندې ونه شي، خو حكومت هم ورته ويلي وو چې دلته درباندې بريد شونى دى، بايد خپل تدابير كلك ونيسئ، موږ لمانځه ته تيارى نيوه، سخته واوره ورېدلې وه، په ګرمو اوبو مې اودس وكړ او د دروازې تر درشله مې ځان ورساوه چې ناڅاپه مې په غوږونو كې كړنګار جوړ شو، يو سكاټ توغندى راغى او د سالنګ په دره كې ولګېد، دا نو روسي پوځيان راوتلي او په سالنګ كې يې عام وژنه پيل كړې وه.))
دا به نو ايله د سهال ۴ بجې وخت و، خو څوك پوى هم نه شول چې بېرته څنګه او څرنګه اسمان خپل تور څادر وغوړاوه؟ ځكه له سهاره تر ماښامه پر روسانو د يو سكاټ لګېدلو په بدل كې له كور، موټر، دوكان، جومات او له بل هر ځايه عام خلك راايستل كېدل او بيا پرې روسي پوځيانو د مرميو باران جوړاوه: (( د ميندو له څنګه يې هم هلكان ايستل او وژل يې، د مازيګر تر څلور نيمو بجو څوك هم د حتى د ځان په حالت نه پوهېده، بلكې هر چا فكر كاوه چې كه مرګ او قيامت راغلى، نو دا افت يوازې پر دوى رانازل شوى دى.))
په دغه ماښام روسان ولاړل، خو ملك شمس الدين تر دريو ورځو پورې د خپلو كليوالو د مړو په راټولولو اخته و، درې ورځې وروسته ټول شهيدان يو ځاى ته راجمع كړاى شول، چې وشمېرل شول، نو روسانو د ۱۲۳۷ سالنګيانو ځوانانو سينې غلبېل كړې وې، يوازې دا نه بلكې په دغو شهيدانو كې يې د ملك شمس الدين د كورنۍ برخه هم نه وه هېره كړې: (( زما پلار، ورور، دوه ورېرونه، زما مېرمن، درې اولادونه، اووه د كاكا زامن او نور ډېر بې شمېره كليوال يې راته شهيدان كړي وو، په دغه ورځ داسې څوك نه و چې په كور كې ورته روسانو يو شهيد نه و پرېښى.))
د غم په دغه يخه خو توره ورځ د شمس الدين ټول كلى او د سالنګ دره په وينو ولمبېده او اسمان يې په ماتم كې تور څادر واغوست، خو كله چې دوى خپل مړي د اهنګرانو كلي څخه د اولنګ سيمې ته د ښخولو په نيت يوړل، نو بيا هلته ورته د مزار شريف دهدادي اتلسمې فرقې د مړو ښخولو او هديرې جوړولو اجازه نه وركوله: (( بيا مو په همدغه دښته كې يو ډېر كم ځاى پيدا كړ او شهيدان مو په كې خاورو ته وسپارل، اهنګران كلى مو د اوسيدو وړ پاتې نه شو او د بغلان خنجانو ته راكډه شوو، څلور كاله مو هلته تېر كړل، هيچا راسره د خداى په نوم هم مرسته ونه كړه او بېرته خپل كلي ته راستانه شوو.))
له دې غميزې وروسته، كه په سالنګ كې د نورو كورنيو غم له غرونو زورور و، نو پر ملك شمس الدين خو بيا د خپلې كورنيو د يتيمانو غم بیخي اووه اسمانونه راټيټ كړي وو، په يوازې ځان يې د نږدې ۲۰ يتيمانو ورېرونو او خپلوانو پالنه كوله او دا چاره تر ډېره عمره د ده پر غاړه وه: (( اوس هم دا بوج په زړه وړم، هېڅ كومه بشري اداره رانغله او نه يې رانه زما د شهيدانو د كيسې پوښتنه وكړه، اقتصادي ستونزو تر پوزې راوستى يم، زه په دې باور يم چې كه روسانو موږ وژلو په هغې كې به د افغانانو هم لاس و، زه خبر يم چې هغوى لا هم په دولت كې ډېر زور لري: (( زه له دولته غواړم چې دا خلك ونيسي، ما نه دې پوښتنه وكړي، زه يې ورته ګوته په ګوته ورښايم، خو د خداى په لحاظ د سالنګ د بې ګناه وګړو قاتلانو ته دې څوك دومره لويې دندې نه وركوي چې موږ د خپلو شهيدانو په بهېدلو وينو پښېمانه كړي.))
د ملك شمس الدين دوى په كلي او دره كې د روسانو لخوا د خلكو دا وروستۍ ټول وژنه د دوى د زړه اخري بړاس و چې پر دې مظلوم ولس يې وويست، ځكه له دې پېښې دوه ورځې وروسته د ۱۳۶۷ كال د سلواغې په ۲۶مه نېټه د روسانو وروستۍ پوځي ډلګۍ هم ټيټې سترګې د حيراتانو د بندر په پله واوښته.
دا پوځي ډلګۍ د جنرال بوريس ګروموف په مشرۍ رهبري كېده او شاته يې بيخي د ليدلو توان نه درلود، جنرال ګروموف په هغو شيبو کې چي د حيرتانو له پله څخه تېرېده  داسې ويلي وو: (( په دغو وروستيو شيبو کې په خپل بدن کې ستره نيمګړتيا احساسوم، ځکه په خپله مخه کې تورتم او مبهمه راتلونکې او ترشا له منځه تللى تاريخ وينم.))
پر روسي لښكرو د افغان ولس دا بريا( د روسانو وتل) دومره په آساني سره ترلاسه نه شوه، بلكې د افغان مېړني او مجاهد ملت اتلوليو او د افغانستان د خلکو د مليونونو تنو شهيدانو او معلولينو او معيوبينو د وينو بركت و چې دغه پاك او سپيڅلي ارمان ته لاسرسى پيدا شو.
د افغانستان جهاد روسان، دې پايلې ته راوستل چې اقرار وكړي، پر افغانستان د دوى يرغل يوه ستره ماتې او تېروتنه وه چې د نورو لپاره د عبرت ښه درس كېدلى شي.

 

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *