د عراق په پايتخت بغداد کې د همغږو بريدونو يوې څپې لږ تر لږه ۳۸ تنه وژلي دي. په دغو بريدونو کې يوځل بيا شيعه مېشتې سيمې په نښه شوې دي.
د عراق په پايتخت بغداد کې د همغږو بريدونو يوې څپې لږ تر لږه ۳۸ تنه وژلي دي.
په دغو بريدونو کې يوځل بيا شيعه مېشتې سيمې په نښه شوې دي.
بريدونه تېر ماښام د گڼې گوڼې پرمهال په گڼ مېشتو سيمو کې ترسره شول او داسې پلان شوي وو، چې تر ټولو زيات مرگ ژوبله واړوي.
داسې برېښي هغه کسان، چې د دغو وروستيو بريدونو او هره مياشت د رامنځته کېدونکو ورته نورو سلگونو چاودنو تر شا دي، د هغه بوږنونکي فرقه ييز تاوتريخوالي د بيا را ژوندي کولو ټينگ هوډ لري، چې يو مهال يې عراق ځپلى و.
په ٢٠١١ ميلادي کال کې له عراق نه د امريکايي ځواکونو د وتلو په درشل کې د نسبي کرارۍ په پرتله اوس تاوتريخوالى څلور ځله ډېر شوى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

