د خيبر پښتونخوا ايالت د مركز پېښور د بډه بېرې په سليمان خېل سيمه كې نن سهار نهه بجې يوې بمي چاودنې ۱۷ پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې. امنيتي چارواكي وايي، د چاودنې پر مهال د سليمانخېلو په ځايي روغتون کې د ګوزڼ ضد واکسين د کمپاين کوونکو او پوليسو يوه ګډه غونډه جوړه شوې وه
د خيبر پښتونخوا ايالت د مركز پېښور د بډه بېرې په سليمان خېل سيمه كې نن سهار نهه بجې يوې بمي چاودنې ۱۷ پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې.
امنيتي چارواكي وايي، د چاودنې پر مهال د سليمانخېلو په ځايي روغتون کې د ګوزڼ ضد واکسين د کمپاين کوونکو او پوليسو يوه ګډه غونډه جوړه شوې وه او د غونډې تر پاى ته رسېدو وروسته د نامعلومو وسله والو له خوا د پوليسو پر موټر د سړک غاړې بمي چاودنه وشوه.
د دوى په وينا، په دې پېښه كې ٦ پوليس وژل شوي او ١١ ټپيان دي.
پوليس وايي، بم د روغتون مخې ته ځاى پر ځاى شوى و.
تر دې وړاندې هم د خيبر پښتونخوا ايالت په قبايلي سيمو کې د ګوزڼ ضد پر واکسيناتورانو بريدونه شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

