په ملي شورا كې د نورستان د خلكو استازي شكايت كوي چې دا مهال يې د ولايت اويا په سلو کې خاوره د دولت د وسله والو مخالفينو تر ولكې لاندې ده، د ولايت مركزي لاره تړل شوې، خو دولت تر اوسه په دې اړه اقدامات نه دي كړي.
په ملي شورا كې د نورستان د خلكو استازي شكايت كوي چې دا مهال يې د ولايت اويا په سلو کې خاوره د دولت د وسله والو مخالفينو تر ولكې لاندې ده، د ولايت مركزي لاره تړل شوې، خو دولت تر اوسه په دې اړه اقدامات نه دي كړي.
په ملي شورا كې د نورستان استازو تېره اوونۍ خبريالانو ته وويل د مخالفينو لخوا د نورستان د مركزي لارې تړل كېدو له كبله نورستانيان د خوراكي توكو، درملو او نورو ټولنيزو خدمتونو په برخه كې له سختو ستونزو سره مخ دي.
په ولسي جرګه كې د نورستان د خلكو استازى احمدالله مؤحد وايي، دا مهال د نورستان د اكثره ولسواليو يوازې مركزونه له حكومت سره دي او په نورو اړوندو سيمو كې يې مخالفين واكمن دي.
مؤحد دغه راز د نورستان ولايتي اداره هم كمزورې بولي او وايي چې له ګاونډيو ولايتونو سره په همغږۍ كار نه كوي: (( مبالغه نه كوم نورستان اويا فيصده د مخالفينو په لاس كې دى، د كامدېش او برګمټال ولسواليو مقر او حتى په مركزي ولسوالۍ وايګل كې هم يوازې ولسوالي حكومت سره ده، لازم عمليات ونه شول او نه خلكو ته اسانتياوې برابرې شوې.))
په مشرانو جرګه كې د نورستان د خلكو استازى حافظ عبدالقيوم هم يادې ستونزې تاييدوي او زياتوي دا مهال د نا امنۍ له كبله خلك په ټول نورستان كې حتى د ژوند لومړني سهولتونه هم نه لري.
حافظ زياته كړه، په دې ولايت كې روغتيايي ، ښوونيز او نور خدمتونه په ټپه ولاړ دي او په خبره يې كه دولت ورته همدا اوس جدي پاملرنه ونه كړي، نو وروسته به يې كنټرول د حكومت له وسې دباندې وي، نوموړي وويل: (( د نورستان د مركزي لارې تړل كېدل هغه ستونزه ده چې نورستانيان يې نور د زغملو او پرې د صبر كولو توان نه لري، مركزي لاره د ارتزاقي موادو تر څنګ حتى خلكو ته د دواګانو د وړلو لپاره هم تړل شوې ده، دفاع وزارت نه مو غوښتنه ده چې د چپې درې درول شوي عمليات مخ پر وړاندې يوسي او لاره پاكه كړي.))
په همدې حال كې د نورستان د ولايتي شورا مرستيال امان الله عنايت الرحمن وايي چې دغه ولايت له تېرو لسو كلونو راهيسې له ګڼو ستونزو سره مخ دى او دا ستونزې په وار وار سره له دې چې د ولايت د استازو له خوا مركزي حكومت ته رسول شوي دي، خو مركزي حكومت د دې ستونزو په له منځه وړلو كې بې پروايي كوي: (( زموږ ولايتي شورا، مشرانو، وكيلانو دايم دا غږ پورته كړى چې موږ له امنيتي سختو ستونزو سره مخ يو، خو متاسفانه زموږ په غږ حكومت سترګې پټوي، موږ نور توان نه لرو چې لارې دې تړلې، مكتبونه تړلي او خلكو ته د ارتزاقي موادو له تېرولو محروم پاتې شو.))
بلخوا د نورستان د والي وياند ظاهر بهاند هم دا مني چې د نورستان لارې بندې دي او اوسيدونكي يې هم له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان دي، خو نوموړى دا نيوكې چې د نورستان ولايتي اداره كمزورې ده او له ګاونډيو ولايتونو سره همغږي نه لري په كلكه ردوي: (( امنيتي ستونزې موږ هم هر ځل په ډاګه كړې دي، تېره اوونۍ مو هم دولت ته خبر وركړ، خو دا كاملا بې موجبه خبره ده چې ولايتي اداره له ګاونډيو ولايتونو سره همغږي نه لري.))
دغه راز د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي هم وايي چې د نورستان د خلكو انديښنې بې ځايه دي، ځكه په خبره يې چې دوى په دې ولايت كې په كافي اندازه ځواكونه لري، بلكې د دې ولايت د امنيت لپاره وړ پروګرامونه هم د دولت لخوا تر لاس لاندې لري.
صديقي په دې اړه چې ولې په سيمه كې پوځي عمليات ورو روان دي؟ كليد ته وويل، په سيمه كې د دوى قومندانان له پلان سره سم عمليات پرمخ وړي او دا يو تاكتيكي عمل دى: (( دولت د نورستان په وضعيت كنټرول او تسلط لري، امنيتي ځواكونه به دښمنانو ته اجازه ور نه كړي چې وضعيت خراب كړي، دا اندېښنې د پوليسو له مورال او پرمختګ سره مطابقت نه كوي، هلته كافي اندازه امنيتي ځواكونه لرو او هغوى ټول د خلكو تر شا ولاړ دي.))
د نورستان د امنيتي وضعيت په اړه شكايتونه په داسې حال كې راپورته كېږي چې د دغه ولايت په ګاونډ بدخشان كې هم د كران او منجان ولسوالي د وسله والو مخالفينو لاس ته ورغلې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


