ads

ناوې ولسوالۍ كې د يوه ښوونځي د بنسټ ډبره كېښودل شوه

د هلمند ولايت په ناوې ولسوالۍ كې د پوهنې وزارت لخوا د نړيوال بانك په مالي مرسته د يوه ښوونځي د بنسټ ډبره كېښودل شوه. په دې ولايت كې د پوهنې چارواكي وايي، ياد وداني د پوهنې وزارت اړوند د پوهنې د كيفيت د لوړولو د ملي پروگرام لخوا د نړويوال بانك په مالي د هلمند […]

نویسنده: TKG
15 تله 1392

د هلمند ولايت په ناوې ولسوالۍ كې د پوهنې وزارت لخوا د نړيوال بانك په مالي مرسته د يوه ښوونځي د بنسټ ډبره كېښودل شوه. په دې ولايت كې د پوهنې چارواكي وايي، ياد وداني د پوهنې وزارت اړوند د پوهنې د كيفيت د لوړولو د ملي پروگرام لخوا د نړويوال بانك په مالي

د هلمند ولايت په ناوې ولسوالۍ كې د پوهنې وزارت لخوا د نړيوال بانك په مالي مرسته د يوه ښوونځي د بنسټ ډبره كېښودل شوه.

په دې ولايت كې د پوهنې چارواكي وايي، ياد وداني د پوهنې وزارت اړوند د پوهنې د كيفيت د لوړولو د ملي پروگرام لخوا د نړويوال بانك په مالي مرسته جوړېږي، چې چارې به يې په راتلونكو اتو مياشتو كې بشپړې شي.

د هلمند د پوهنې رئيس عبدالمتين جعفر وايي، ياده وداني په شاوخوا يو نيم جريب ځمكه كې د ۹۹ زره امريكايي ډالرو په لگښت جوړېږي، چې لس درسي او دوه اداري خونې، لابراتوار او نورې آسانتياوې به ولري.

د نوموړي په وينا، د ناوې ولسوالۍ د گوهرگين سيمې ښوونځي وړاندې وداني نه درلوده چې د زده كړې چارې پكې ترشنه آسمان لاندې پرمخ بيول كيدې.

هغه وايي، اوس مهال په دې ښوونځي كې پنځه سوه تنه زده كړه كوي او د دوى هڅه دا ده چې په دې ولايت كې د ښوونكو د كموالي ستونزه چې له وړاندې دوى ورسره لاس او گريوان دي حل كړي.

په همدې حال كې د يادې سيمې اوسېدونكي د دې ودانۍ په جوړېدو خوښي ښيي او وايي چې دولت بايد د هرې برخې پراختيا ته ډېره پاملرنه وكړي.

دا په داسې حال كې ده چې د مسؤلينو په وينا پلان لري په دې ولسوالۍ كې د ورته دوه نورو ښوونځيو لپاره هم نوې ودانۍ جوړې كړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA