د مصر پايتخت قاهره کې پرون د لرې کړاى شوي جمهوررئيس محمد مرسي د پلويانو او د پوليسو ترمنځ اخ و ډب کې لږترلږه ۵۰ تنه وژل شوي او تر ۲۴۰ ډېر نور ټپيان دي.
د مصر پايتخت قاهره کې پرون د لرې کړاى شوي جمهوررئيس محمد مرسي د پلويانو او د پوليسو ترمنځ اخ و ډب کې لږترلږه ۵۰ تنه وژل شوي او تر ۲۴۰ ډېر نور ټپيان دي.
قاهره کې د اخوان المسلمين ګوند تر ۲۰۰ ډېر غړي نيول شوي، چې ويل کېږي، په همدې ښار کې ډېر کسان وژل شوي هم دي.
پوليسو د محمد مرسي پر پلويانو اوښكې بهوونكى ګاز کارولى او ډزې يې ورباندې کړې دي.
د رپوټونو له مخې، د پوليسو او د مرسي د پلويانو تر منځ دا نښتې د قاهرې په څو سيمو او ځينو نورو ښارونو کې داسې مهال شوې دي، چې د پوځ ملاتړ لرونکي حکومت د عرب او اسراييلو ترمنځ د جګړې څلوېښتمه کليزه لمانځله.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


