د بشر د ژوندانه د وضع شويو اصولو او زموږ د هيواد د اساسي قانون د حكم له مخې هم ښځې د يو نيمايي اكثريت په توګه د ټولنې په سياسي، ټولنيزو او اقتصادي برخو كې د ګډون حق لري، خو په افغاني ټولنه كې بيا تر اوسه ټولو افغانانو او په خاصه توګه ښځو خپلو دا ډول مرفه حقونو ته د رسېدو چانس
د بشر د ژوندانه د وضع شويو اصولو او زموږ د هيواد د اساسي قانون د حكم له مخې هم ښځې د يو نيمايي اكثريت په توګه د ټولنې په سياسي، ټولنيزو او اقتصادي برخو كې د ګډون حق لري، خو په افغاني ټولنه كې بيا تر اوسه ټولو افغانانو او په خاصه توګه ښځو خپلو دا ډول مرفه حقونو ته د رسېدو چانس د ځينو ننګونو او يا هم د حالاتو د جبر له زوره نه درلود، مګر اوس چې د ژوند د حق لرلو تر څنګ مېرمنې په ورته فعاليتونو كې د شامېليدو حق څه ناڅه لري، نو همدې هدف ته د رسیدو په خاطر د “بدلون څپه” سياسي خوځښت د خپل شتون د اعلان په لومړۍ ورځ ويلي چې له نويو څېرو سره به د راتلونکو ټاکنو د سياليو ډګر ته ووځي.
د بدلون څپه سياسي خوځښت د ملي شورا له يو شمېر غړو، سياسي کارپوهانو، د پوهنتون له استادانو، محصلينو، زده کوونکو او نورو څخه جوړ دى او د رامنځته كېدو اساسي اړتيا يې هم دا ښودل شوې چې د ټاكنو په منډو ترړو كې د ښځو د خاموشه اكثريت پر وړاندې پرتې ستونزې او ننګونې په يو ټوليز فكري او عملي اشر له منځه يوسي.
دغه خوځښت به د مدني ټولنو او سياسي ډګر فعالانو مېرمنو ته لا زمينه برابره كړي چې نورو بې اسرې ښځو ته ورته حقوق تر لاسه كړي او هغوى به بيا نه يوازې دا چې له دې بركته د خپلو حقوقو د تامينېدو مبارزه مخ پر وړاندې بوځي، بلكې د (( بدلون څپه)) سیاسي خوځښت به د دې ادعا ثبوت په ښكاره وړاندې كړاى شي چې ښځې هم په اوسنیو حساسو شرایطو کې په خپلو ګټورو فعالیتونو او یو ځای کیدو د بنسټیزو بدلونونو سبب كېداى شي.
ياد خوځښت په ولسي جرګه كې د بدخشان د خلكو استازې فوزيه كوفي په مشرۍ خپلو فعاليتونو ته تازه اوږه وركړې ده او سرلارو يې لا د وخته روښانه كړې چې دا حرکت له سياسي ګوندونو، مدني ټولنو، مخورو، قومي مشرانو، خپلواکو اشخاصو او ځوانانو سره په سلا مشوره رامنځته شوى.
د ياد خوځښت مشره فوزيه كوفي وايي، زياتې سلامشورې يې ځكه كړي چې د دوى حرکت غواړي، ديني ارزښتونو ته په پام سره جنسيتي عدالت رامنځته کړي، د نجونو او هلکانو لپاره په هېواد کې دننه او په بهر کې د زده کړو زمينه برابره کړي، د هېواد د اقتصادي پياوړتيا لپاره هڅې وکړي او د خپل موجوديت پر وړاندې پرتو ننګونو او انتقادونو ته سر له وخته ځواب ووايي: ((که موږ په خپلو برنامو عمل ونه کړ، خلک حق لري، چې زموږ لاس ونيسي او ووايي چې تاسو پر خپلو برنامو عمل ونه کړ.))
كوفي پر ټولو افغانانو غږ وكړ چې بايد په راتلونکو ټاکنو کې فعاله ونډه واخلي، څو وكولى شي چې هيواد له يو ستر راتلونكي سياسي ازمايښت څخه په ګډه وباسي: (( انتخابات يو ستر تاريخي ازمون دى او که موږ په دغه ازمون کې بريالي شو، نو هېڅ بهرنى لاس بيا نه شي کولاى چې هېواد مو له ستونزو سره مخ کړي.))
دا خبره درسته ده، د هېواد د بيا ودانۍ په لاره كې هر افغان، نارينه، ښځه، زوړ، ماشوم او ځوان يو شان حق لري چې نه ستړې كېدونكې هلې ځلې وكړي، مګر تر اوسه چې ښځو په داسې سياسي انتخاباتي ازمايښتونو كې په پوره پيمانه د ګډون حق نه و تر لاسه كړى او نه دا ډول پراخ ښځينه حركت رامنځته شوى و، نو دا ډېر ستر كار بللى شو چې دغسې يو پراخ ښځينه حركت په ټاكنو كې د پراخې برخې اخستلو لپاره ګډ حركت رامنځته كوي.
په افغاني روايتي ټولنه كې د دا ډول حركت رامنځته كېدل له امكانه بهر خبره وه، خو اوس چې دا حق ښځو په خپله ځانته له اوږدې فكري مبارزې وروسته وركړى، نو دا ستونزې به ضرور په مخكې لري چې د نارينه و لخوا په كور، كلي او حتى سياسي ژوند كې له يو لړ ستونزو او د محكوميت له احساس سره مخ شي او په دې برخه كې ننګونې پر ځان ومني.
زموږ په ټولنه كې ښځې د رايې وركولو له پړاوه نيولې ان تر كانديدېدو او د سياسي مبارزې تر ډګره د ستونزو ښكار دي، ګواښونه، رټنې او هغه څه يې د سرنوشت برخه ده چې يوه ښځه په كې خپلو حقه حقونو ته رسېدلى شي، د ولسواكۍ په رامنځته كېدو لا هم په روايتي بڼه ټاكنې يو نارينه حركت ګڼل كېږي او ښځې په كې د قانون له پلوه بشپړ خو د نارينه سالارۍ د رواياتو له مخې د ډېرې كمې ونډې حق تر لاسه كوي، خو په داسې حالاتو كې ښځو ته څه كول پكار دي؟ چې نوماندي يې ورته كفر، رايه وركول ورته غير ضروري او كمپاين ورته په خپله ټولنه كې يو غير روايتي عمل بلل كېږي.
د دې لپاره تر ټولو ښه لاره دا ده چې ښځې د ټوليزو حركتونو او خوځښتونو د جوړولو له لارې د خپلې رايې اظهار او د افغانستان په راتلونكي سياسي تشكيل كې د بشپړو حقونو ترلاسه كولو مبارزه روانه وساتي. د ښځو دا ډول حركتونه كولى شي چې د افغانو ښځو په ژوند كې د بدلون رښتيانۍ څپه راپورته كړي او خپل اينده نسلونه له هغو ګواښونو وژغوري چې دوى ورسره اوس د يو وروسته پاتې او محكوم قشر په توګه مخ دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

